د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر امنيتي ځواکونو بريد کې نهه کسان ژوبل شوي


په پېښور کې د امنيتي ځواکونو پر ګاډي په بمي چاودنه کې نهه کسان ژوبل شوي دي.

پېښه د سېشنبې په سهار پر چارسده روډ هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د سرحدي ځواک موټر له قبايلي سيمې مومند اېجنسۍ څخه د پېښور پر لور روان و چې پر چره پله د سړک پر غاړه ښخ کړل شوی بم ورباندې وچاودېدی.

پوليس چارواکو د پيښې په ځای کې مشال راډيو ته وويل چې دا ريموټ کنټرول بمي چاودنه وه چې پنځه کلوګرامه بارود پکې کارول شوي وو.

په ژوبلو کې درې امنيتي سرتيري او شپږ عام وګړي دي.

د دې بمي بريد ذمه واري لا تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخيستې خو تر دې وړاندې د ورته بريدونو ذمه واري د پاکستاني طالبانو وسله والې ډلې په غاړه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG