د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې ترافیکي پېښې شپږ کسان وژلي


د افغانستان د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد مشال راډیوته وویل چې دا پېښه نن(سېشنبه) سهار په شینډنډ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو فلاینکوچ موټر له یوه بار وړونکي موټر سره وجنګېده.

فرهاد زیاتوي چې ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي چې د پنځو ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG