د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا: کیوبېک کې پر یوه جومات له ډزو شپږ تنه وژل شوي


د کاناډا د کيوبېک ښار پوليس وايي، د لمانځه پر مهال په يوه ځايي جومات کې له ډزو شپږ کسان وژلي او اته نور ټپيان شوي دي.

د کيوبېک پوليسو وياندې کرسټين کولمب وويل، د پېښې په تړاو یې دوه مشکوک کسان نيولي دي.

هغې و نه ويل چې د کيوبېک په اسلامي او کلتوري مرکز کې د دوشنبې شپې د پېښې انګېزه څه وه، خو هغې وويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

تر دې مخکې د جومات ملا امام ويلي ول، په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي.

يوه عيني شاهد رويټرز اژانس ته وويل چې څه باندې درو کسانو په حمله کې لاس لرلو.

د کيوبېک صوبې وزیر اعظم فيليپ کويلارډ دا حمله يو وحشيانه تاوتريخوالى بللى او ويلي يې دي چې دا د مسلمانانو پرضد د ترهګرۍ یو عمل و.

د کاناډا صدراعظم جسټين ټرودو پر خپل ټويټر کښلي، نن شپه کاناډايان د هغو کسانو لپاره وير کوي چې د کيوبېک ښار پر يوه جومات په بزدلانه حمله کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG