د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته، امریکا ته ورتلل ګران شول


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

ايسوسي ایټډ پريس خبري اژانس ليکي، د خالي په شپه د نيويارک يو وفاقي جج فرمان جاري کړی چې پکې حکومت په موقتي توګه منع کړل شوی چې د امریکا وېزه لرونکي کسان دې له هېواده نه وباسي.

دا پرمختګ وروسته له هغې مخې ته راغلی چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فرمان له مخې په امریکا کې د مېشتو بهرنیو اتباعو د کورنیو د غړو دغه هیواد ته د ورغوښتلو او د کورنیو د یوځای کېدو پروګرام بند کړل شو. همدارنګه د جنګ ځپلو هېوادونو څخه امریکا ته ورتلونکي کډوال منع کړل شول او سرحدي اهلکارو په هوايي ډګرونو يوشمېر مسافر ايسار کړل. له دې څرګندیږي چې په امریکا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلانونو عملي کېدل پیل شوي دي.

په امریکا کې د ټرمپ د مهاجرتونو د بندیز د فرمان خلاف مظاهره
په امریکا کې د ټرمپ د مهاجرتونو د بندیز د فرمان خلاف مظاهره

د یاد پلان له مخې د ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف امريکا ته د اوو هېوادونو څخه د کډوالو په ورتګ موقتي بنديز لګول شوی دی.

خو د اژانس په حواله، مسئله دا ده چې په راتلونکیو اونيو کې به د کومو هېوادونو کډوال له امريکا ويستل کيږي؟

ځکه چې په دې کې هغه عراقي کډوال هم شامل دي چې د امريکايي پوځ لپاره د خدماتو په ترسره کولو يې خپل وطن پرېښی دی. همدا رنګه په دې کې د ايران او يمن څخه امریکا ته ورغلي هغه کسان هم شامل دي چې معمره او ناتوانه دي. ترڅنګ یې داسې کسان هم شته چې د امريکا ګرين کارتونه لري خو دا مهال بهر دي، اوس هغوی ته نه ده مالومه چې ايا دوی به واپس په امريکا کې خپل کور ته ولاړ شي او که څنګه؟

د نیویارک د جان ایف کینیډي هوايي ډګر مخې ته د خلکو پراخه مظاهره
د نیویارک د جان ایف کینیډي هوايي ډګر مخې ته د خلکو پراخه مظاهره

ایسوسي ایټډ پريس خبري اژانس ليکي، عراقي نژاده امريکايی محمد الراوي چې په لاس اېنجلس کې اوسيږي وايي د ده ۶۹ کلن پلار چې غوښتل يې په امريکا کې له خپلو لمسو سره وويني، واپس کړل شوی دی. نوموړی وايي ايا د دوی لپاره به اوس کېمپ جوړيږي او که څنګه؟

د عراق، شام، ايران، سوډان، ليبيا، صوماليه او يمن څخه امريکا ته په ورتلونکیو کسانو تر بنديز لګولو يوه ورځ وروسته چې کله مسافر ايسار کړل شول نو په هوايی ډګرونو پراخه مظاهرې ترسره شوې.

په ورته وخت کې ولسمشر ټرمپ د امريکا د کډوالۍ پروګرام هم د درېوو میاشتو لپاره ځنډولی دی.

د دې هرڅه په غبرګون، په زرګونو خلکو چې د وکيلانو او بشري حقونو استازي هم ورسره ملګري دي، مظاهرې کړي، د دوی غوښتنه ده چې په امريکا کې دې د کډوالو هرکلی وشي.

ایسوسي ایټډ خبري اژانس ليکي، د امريکا کورنیو چارو وزارت يوه چارواکي خبريالانو ته ويلي دي، هغه ۱۰۹ کسان چې په هوايي ډګرونو ولاړ وو او نورو ځايونو ته د تلو لپاره يې د بل جهاز انتظار کوو، هغوی ته امريکا ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې. همداراز ۱۷۳ کسان چې بهر ته تلل، نه دي پريښودل شوي. ياد چارواکي د خالي پر ورځ وويل چې ګرين کارت لرونکي کسان امريکا ته له داخلېدو نه دي منع کړل شوي.

خبري اژانس وړاندې ليکي چې د ټرمپ سفري بنديزونو پلان له کبله يو شمېر مسافر له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

حميد درويش چې په عراق کې يې د لس کالو پورې د امريکايې پوځ ترجماني کړې هغه هم سره د نورو لسګونو کسانو د نيويارک په کینیډي ايرپورټ ايسار کړل شوی. د ټرمپ لخوا د کډوالو د مخنيوي فرمان لاس ليک کېدو مخکې د امريکا وفاقي حکومت د څه باندې ۶۷۰۰۰ کډوال د قبلولو منظوري ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG