په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره UNAMA د افغان خبریالانو د امنیت په اړه اندېښنه څرګندوي.
د دغې ادارې ویاند فلیپ سماکر تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، افغانستان د خبریالانو د فعالیت لپاره یو خطرناک هېواد دی.هغه زیاته کړه چې ډېری افغان خبریالان د پېښو د راپور ورکولو پرمهال له ګواښ سره مخ دي.
ښاغلی سماکر ټینګار کوي چې دا د افغانستان د حکومت مسولیت دی چې د افغان خبریالانو امنیت خوندي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له خبریالانو څخه د دفاع بنسټونه وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره یوناوړه کال و.