د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر قبایلي اصلاحاتو جرګه کوي


پر ۳۰مه جنورۍ پر فاټا اصلاحاتو د دغه ولس جرګه کوو. اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00

اسلام اباد - پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوه قبایلي جرګه غوښتې څو له خلکو واوري چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملیدل غواړي او که د ځان له صوبې طرفداره دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پارلماني استازي عبد القهار ودان مشال راډيو ته وويل چې د فاټا اصلاحاتو لپاره د حکومت لخوا جوړې شوې پنځه رکني کمېټۍ کې يو هم د فاټا سره تعلق لرونکی پارلماني غړی نه و اخېستل شوی نو ځکه دوی د کمېټۍ په راپور اندېښنې لري او غواړي چې د قبايلو جرګه راوبلي او د هغون نه په دې لړ کې تپوس وکړي.

نوموړي وړاندې وویل د جرګې پر مهال چې قبايلي مشرانو هره پرېکړه وکړه نو دوی به یې د عملي کولو لپاره اقدامات کوي.

د قبایلي سیمو نقشه
د قبایلي سیمو نقشه

خو د خېبراېجنسۍ نه منختب پارلماني استازی شاه جي ګل اپريدی وايي چې د قبايلي سيمو زياتره خلک په خېبرپښتونخوا کې شاملېدل غواړي او په رابللې شوې جرګې کې به هم دا خبره په ډاګه شي.

نوموړي زياته کړه چې د فاټا هغه پارلماني استازي چې د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې د شاملېدو مخالفت کوي نو د هغوی د ګټې واحده زريعه خو دا سسټم دی او هغوی چرې هم نه غواړي چې دا ختم شي نو ځکه د کمېټۍ د سپارښتنو مخالفت کوي.

بل پلو د وزيراعظم نواز شریف سلا کار امير مقام په دې وروستیو کې مشال راډيو ته ويلي وو چې د قبايلي سيمو اويا فيصده نه زيات خلک غواړي چې فاټا دې خېبرپښتونخوا کې شامله کړل شي نو جميعت علماء اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند دې د اصلاحاتي کمېټۍ د سفارشاتو مخالفت پرېږدي.

خو د جميعت علماء اسلام (ف) ډلې د خېبرپښتونخوا وياند جليل جان مشال رېډيو ته وويل چې ګوند يې په فاټا کې د قبايلي اولس د خواهشاتو مطابقاصلاحات غواړي. د نوموړي وېنا وه چې فاټا د خېبر پښتونخوا برخه جوړولو پرځای که ورته د ځان له صوبې درجه ورکړل شي نو دا شان به د يادو سيمو د اوسېدونکو پېژندګلوي پر خپل ځايې پاتې شي.

د يادونې وړ ده چې فاټا په اوو قبایلي او شپږو نیمه قبایلي سیمو مشتمله ده. د یادې سيمې د پارلماني استازو په وينا چې ابادي يې د يو کروړ نه زياته ده.

XS
SM
MD
LG