د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په لومړي ځل يو هندو د اسمبلۍ مشري وکړه


۲۰۱۳: سند اسمبلي
۲۰۱۳: سند اسمبلي

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کميشن د دې ملک په تاريخ کې په لومړۍ ځل د يو غيرمسلمان له خوا د اسمبلئ د غونډې مشري کول ستايلي دي. دا کار د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل شوی.

د جمعې په ورځ د سپيکر او مرستيال سپيکر په نه شتون کې د جمعې په ورځ د سيند اسمبلۍ د غونډې مشري د لږکيو غړي مهېش کمار ملاني وکړه.

د سند له تهرپارکر ضلعې څخه د پيپلز ګوند ټاکل شوي غړي ډاکټر مهېش کمار ملاني ته هغه وخت دغه کار وسپارل شو چې سپيکر د ګورنر د څوکۍ خالي کېدو وروسته د هغه ځای ناستی ګورنر ټاکل شوی او مرستياله سپيکره شهلا رضا غير حاضره وه.

په سيند اسمبلۍ کې يو شمېر ټاکل شوي او د لږکيو د استازو په توګه ناست غړي شته. دوی کې ډير د پيپلزګوند غړي دي. دې ګوند ځينو لږکيوو غړو ته وزارتونه هم ورکړي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د سيند اسمبلۍ د دې ګام ستاينه کړې او د ياد کمېشن مرستيال مشر کامران عارف وايي چې دا يو مثبت ګام دی ځکه چې په پارليمان کې د لږکيو غړي هم لکه د نورو غړو حق او ذمه وارۍ لري.

د بشري حقونو د کميشن مرستيال مشر زياتوي چې په پاکستان کې د اسمبلۍ مشري د لږکيو غړي کولی شي ځکه چې هغه که کوم قانون منظوروي نو د هغي تعلق د ولس سره وي او د هغه د خپل ځان سره نه وي.

((چرته چې داسې عمل وي چې د يو غړي مذهب پکې په تکنيکي توګه اغېز نه پرېباسي نو پکار ده چې لږکيو ته مشري ورکړل شي او زما په خيال په ۹۹ فيصده معاملو کې هم داسې ده خو د لږکيو شمېره کمه ده نو ځکه يې نمايندګي هم په باقاعده توګه نه وي بلکې په خصوصي چوکيوو اسمبليوو ته راځي.))

په پاکستان کې د لږکيوو مذهبي غړي د ګوندونو له خوا دوی ته د بېلو شوو چوکيوو له لارې راځي خو مهېش کمار په باقاعده توګه د خلکو په رايوو ټاکل شوی دی.

په سيند صوبه کې له دريوو ميليونو څخه زيات هندوان ژوند کوي چې پکې زياتره د سيند لرې پرتو سيمو کې ميشت دي. په دې وروستيوو کې داسې راپورونه راغلي وو چې په سند کې د هندو جينکو مذهب په زور بدليږي او وديږي. د دې کرا مخنيوي لپاره د سند اسمبلئ يو قانون منظور کړ خو د اسلامي مذهبي تنظيمونو تر فشار وروسته دغه قانون بيرته اخيستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG