عوامي نېشنل ګوند ويلي، په بلوچستان کې د سرشمېرني مخالفت پنجاب صوبې ته د ګټې رسولو په مانا ده.
دا خبره د جمعې په ورځ د ګوند د بلوچستان صوبې مشر اصغر اچکزي په کوټه کې د پښتنو سياستوالانو باچا خان او خان عبدالولي خان د تلين یوې غونډې ته وکړه.
نوموړي د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې ورګډول د عوامي نېشنل ګوند یوه راتلونکې کامیابي وبلله.
ځينې بلوڅ ملت پاله ګوندونه د سر شمېرنې مخالفت کوي او وېره لري چې ښايې په بلوچستان کې مېشت افغان کډوال هم د پښتنو په نفوسو کې وشمېرل شي. په کستان کې سر شمېرنه د مارچ په میاشت کې پیلېږي.