د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سمیه کې د ترهګرۍ ضد په ګډه مبارزې لپاره غونډه کېږي


افغان حکومت تمه لري چې د سيمې هېوادونه به په هغه کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو په مرسته جوړېږي د ترهګرۍ پر ضد په ګډه مبارزه سلا شي.

په دغه کنفرانس کې روسيې او امريکا ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال د جمعې په ورځ په کابل کې له اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله سره په کتنه کې وويل، دغه نړيوال هڅه کوي له افغانستان او د سيمې له هېوادونو سره د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

ميروسلاف ينچا د جمعې په ورځ افغانستان ته د خپل څلور ورځنې سفر په پاى کې وويل، ملګري ملتونه افغانستان او افغانانو ته ژمن دي.

لا څرګنده نه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا به دغه کانفرانس کله او چیرته جوړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG