د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو ستنېدنې د پېښور او کوټې کاروبار اغېزمن کړی


د خېبر پښتونخوا د سواداګرو اتحاديې مشر حاجي محمد افضل وايي، د افغان کډوالو ستنېدنې د کاروبار پر هر اړخ منفي اغېز کړی دی.

په پاکستان کې سوداګر وايي، له دې هېواده د افغان کډوالو وطن ته ستنېدنې يې پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو رژیم تر نسکورېدو وروسته له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ ګړندۍ شوې وه چې څو کاله وروسته بېرته ورو شوه.

خو پروسږ کال (۲۰۱۶) چې کله پر ډېورنډ کرښه د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې او د دواړو هېوادنو اړيکې ترېنګلې شوې نو اسلام اباد د افغان کډوالو د اېستلو ګامونه تېز کړل.

د افغانانو له ستنېدو سره د کورونو کرايې کمې شوې دي، د خوراک څښاک د شيانو، د جامو او د ژوند د نورو ورځني اړتياوړ شيانو بازار سوړ شوی دی. حاجي محمد افضل

د ملګرو ملتونو کډواله اداره يو اېن اېچ سي ار وايي، په ۲۰۱۶م کال کې د تېرو کلونو په پرتله زيات افغان کډوال وطن ته ستانه شوي چې شمېر یې څه کم څلور لاکه دی.

د دې ترڅنګ داسې اټکل دی چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه اوسېدونکیو کډوالو کې هم شاوخوا درې لاکه کسان ستانه شوي دي.

د خېبر پښتونخوا سواداګرو اتحاديې مشر حاجي محمد افضل وايي، د افغان کډوالو له ستنېدو سره د کورونو کرايې ټیټې شوې دي، د خوراک څښاک شيانو، د جامو او د ژوند د نورو ورځني اړتيا وړ شيانو بازار سوړ شوی دی.

اسلام اباد تېر کال د افغان کډوالو د اېستلو ګامونه تېز کړل.
اسلام اباد تېر کال د افغان کډوالو د اېستلو ګامونه تېز کړل.

نوموړی زياتوي، د دې ترڅنګ په تېرو درې لسېزو کې افغان مزدورانو خپل کسب او هنر ښه کړی وو چې له ستنېدو سره يې اوس کارخانې او د تعمير صنعت له مسلکې خواريکښو بې برخي شوی دی.

د کډوالو ستنېدنې د طب پر سيکټور هم منفي اغېز کړی دی.

که د پېښور يا کوټې شخصي روغتونونو ته یوڅوک ورشي نو هلته به لوی شمېر د افغانستان ناروغان په نظر ورشي.

په کوټه کې د يوه شخصي روغتون مسول ډاکټر لياقت تابان وايي، طب په يوه صنعت اوښتی دی خو پر ډېورنډ کرښه پر تګ راتګ تر سختۍ وروسته او د افغان کډوالو د ستنېدنې لړۍ له چټکېدو سره دې صنعت لویه ضربه خوړلې ده.

نوموړي زياته کړه، د افغان ناروغانو نه راتګ د شخصي روغتونو پر عايداتو له ۶۰ واخلې تر ۷۰ فيصدو اغېز کړی دی.

ډاکټر لياقت وايي، هم دغسې اغېز د داروګانو د کمپنيو پر کاروبار، میډيکل سټورونو او ليبارتوارونو باندې هم شوی او ان وضعيت داسې دی چې د شخصي روغتونونو کارکوونکیو شمېر کم کړل شوی دی.

د پېښور اندرشېر بازار کې د قيمتي کاڼو د کاروبار ځای دی.

دلته به پخوا بهرني سېلانيان زيات تلل راتلل خو د يوه سوداګر نور اسلام په وينا ترهګرۍ د بهرنيانو د راتګ لار هم ډب کړې چې ورسره کاروبار کمزورۍ شوی دی.

د افغان ناروغانو نه راتګ د شخصي روغتونو پر عايداتو له ۶۰ څخه تر ۷۰ فيصد اغېز کړی دی. ډاکټر لياقت تابان

د نوموړي په وينا د قيمتي کاڼو کاروبار ته بله غټه ضربه هغه وخت ورسېده چې کله پروسږ کال د افغانانو وطن ته د ستنېدو لړۍ ګړندۍ شوه.

د ده په خبره په پېښور کې مېشت دغه سوداګر افغانستان ته په تلو اړ شول چې ورسره يې پر کاروبار ناوړه اغېز شوی دی.

په پاکستان کې اوس هم شاوخوا شل لکه افغانان ژوند کوي او د سوداګرو په وينا، د پاتې کډوالو له بېرته تګ سره به دغه کاروبار نور هم اغېزمن شي.

XS
SM
MD
LG