د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م د مذهبي تبعیض او یهودانو ضد احساساتو خبرداری ورکړ


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر زید رعد الحسین د یهودانو ضد احساساتو، توکمیز او مذهبي تبعیض له خطرونو خبرداری ورکړی دی.

هغه پرون په یوه اعلامیه کې چې د یهودانو د قتل عام «هالوکاست» د یادونې د نړېوالې ورځې په مناسبت خپره شوه، وویل:

"نازي جرمنانو د پروپاګند، غلطو معلوماتو او کرکې تر پوښ لاندې پر یهودانو، روما یا اروپايي جټانو، سلاویانو، سیاسي مخالفینو او نورو لږکیو ظلم او تشدد وکړ."

رعدالحسین دا مهمه بللې چې د قانون د حاکمیت ادارې او ازاد مطبوعات خپلواک فعالیت ته دوام ورکړي ځکه هغوی رهبران حساب ورکولو ته مجبورلائ شي او حقایق ثبتولائ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې د مشر په وینا، تعلیم باید د جنسي او توکمیز تبعیض او د یهودانو ضد احساساتو پرضد د مبارزې اساس وي.

ملګری ملتونه هرکال د جنوري ۲7 مه چې په ۱۹۴۵ میلادي کال کې د اوشوویتزک مپ ازاد شو، د «هالوکاست» یادونې ته ځانګړې کوي.

اوشوویتز کمپ د یهودانو د شکنجې او قتل عام لپاره جوړ شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG