د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیري: پاکستان باید د دواړو هېوادونو د ګټو خلاف شرایط رامنځته نه‌کړي


د افغانستان ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ بولي او په دې اړه پر ډیپلوماټیکو حل لارو ټینګار کوي.

یاد کمېسیون له حکومته غواړي چې پر افغان سرحدي ځواکونو د پاکستاني ملېشو د وروستیو برېدونو په اړه ډیپلوماټیکې حل لارې ولټوي.

د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کې سختې خرابې شوي او دا ډول نښتې کولای شي چې وضعیت لا خراب کړي.

صالح: دا نښتې د اندېښنې وړ دي.
صالح: دا نښتې د اندېښنې وړ دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان او پاکستان نښتې د اندېښنې وړ ځکه دي چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوي دي، د دواړو هېوادونو له مشرانو څخه غوښتنه کوو چې وروستیو خرابو اړیکو ته په کتو په دې اړه ډېر احتیاط وکړي ځکه دا نښتې کولای شي پردواړو هېوادونو اغېز وکړي، افغان حکومت باید د بهرنیو چارو وزارت له لارې دغه ستونزې ته حل لاره پیدا کړي."

ښاغلی صالح په داسې حال کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه پر ډیپلوماټیکو حل لارو ټینګار کوي چې د کندهار د سیمه ییزو چارواکو په خبره پاکستاني ملېشو د پنجشنبې په ماځیګر د سپین بولدک او شورابک ولسوالیو تر منځ سیمه کې پر افغان سرحدي ځواکونو حمله کړې ده.

سپین بولدک کې د افغان پولیسو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې

د کندهار د والي وياند صمیم خپلواک ویلي چې وسله‌والو مخالفينو غوښتل له دې لارې افغانستان ته داخل شي چې سرحدي پوليسو پرې بريد کړی او پاکستاني ملېشو د مخالفينو د دفاع لپاره پر افغان سرحدي پوليسو متقابل برید کړی چې دې بريد نیم ساعت دوام درلود.

د چارواکو په خبره په دغو نښتو کې یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی او دوه تنه ټپیان شوي دي.

وسله‌والو مخالفينو او پاکستاني لوري تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په ورته وخت کې پوځي کارپوهان بیا وايي چې پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې دوه مخې سیاست لري او په خبره یې هېڅ کله په افغانستان کې سولې او امنیت ته ژمن نه دی.

پوځي کارپوه زلمی وردګ وايي، تر هغه چې افغان حکومت د پاکستان په اړه قاطع پرېکړه ونه کړي پاکستان به خپلو ورانکاره کړنو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر هغه چې افغان حکومت د نړۍ د قناعت لپاره د پاکستان په اړه یوه سمه طرحه جوړه نه کړي چې پاکستان د افغانستان لپاره یو ستر مضر هېواد دی، تر هغه به پاکستان خپل دا ډول کړنو ته دوام ورکوي او دوه مخې لوبه به کوي چې ظاهراً کې به د دوستۍ خبرې کوي، خو په شا کې به خپله ستراتیژي پلي کوي."

هاخوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، پاکستان باید په سرحدونو کې داسې شرایط رامنځته نه کړي چې د داوړو هېوادونو په ګته نه وي.

وزیري: وسله وال پوځ په ټول توان د سرحدونو ساتنه کوي.
وزیري: وسله وال پوځ په ټول توان د سرحدونو ساتنه کوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وویل:

"وسله وال پوځ په ټول توان د خپل هېواد د امنیت او د سرحداتو د ساتلو لپاره اماده دی، زموږ هیله دا ده چې د پاکستان حکومت اجازه ورنه کړي چې په سرحدونو کې داسې شرایط رامنځته کړي چې د دواړو هېوادونو په ګټه نه وي."

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان سرحدي ځواکونه د پولې په اوږدو له پاکستاني پوځیانو سره په وسله والو نښتو کې ښکېل کېږي بلکې تر دې وړاندې ورته نښتې په تورخم، د ننګرهار په ګوشتۍ، د کونړ په دانګام، د هلمند په ځینو برخو او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې شوي دي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG