د لاسرسي ځای

تازه خبر

'یوازې د فاټا ولس به د فاټا راتلونکې ټاکي'


پر ۳۰مه جنورۍ پر فاټا اصلاحاتو د دغه ولس جرګه کوو. اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00

پر ۳۰مه جنورۍ پر فاټا اصلاحاتو د دغه ولس جرګه کوو. اڅکزی

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي حکومت د قبایلي سیمو په اصلاحاتي عمل کې قبایلي ولس له پامه غورځولی او د یو څو بیوروکريټو یا سرکاري افسرانو جوړ کتاب د فاټا اصلاحات بولي چې دوی ته د منلو وړ نه دی.

عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د روانې میاشتې پر ۳۰ مه په اسلام اباد کې د قبايلو يوه جرګه رابللې ده چې پکې به د فاټا له ولسه پوښتل کېږي چې په خېبر پښتونخوا ورګډېدل غواړي او که نه ځان ته صوبه غواړي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وویل چې د وزيراعظم لخوا ټاکل شوې په فاټا اصلاحاتي کميټۍ کې یو هم پارلېماني غړی نه شته:

"په دې جرګه کې به ښه تاریخي ولسي استازي وي او د دې جرګې بنیادي مقصد به هم دا وي چې د قبايلي سمو راتلونکي اييني او انتظامي حيثيت په اړه د پرېکړې اختيار دې قبايلو ته ورکړل شي."

حاجي شاه جي ګل اپرېدی
حاجي شاه جي ګل اپرېدی

خو په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلیماني مشر شاه جي ګل اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې اصلاحاتي کمېټۍ دوی په اعتماد کې اخېستي دي.

"د قبايلي سيمو اصلاحاتي کميټه حکومت نه بلکې موږ په خپله جوړه کړې. زموږ د فشار په نتيجه کې حکومت دا کمېټۍ جوړه کړې وه. د قامي اسمبلۍ سپیکر څوکۍ لپاره په انتخاباتو کې د حکومتي ګوند غړي ایازصادق په مقابله کې موږ خپل کانديد جي جي جمال په دې کښېنولو چې حکومت د دغه کميټۍ جوړولو ژمنه وکړه."

مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

د جميعت العلما اسلام (ف) ګوند هم وايي چې د قبايلي سيمو راتلونکي اييني او انتظامي حېثيت بدلولو پريکړه دې بايد د قبايلي ولس په خوښه وکړل شي او هم دا دريځ د پاکستان متحده قامي مومنټ هم لري.

خو په قبايلي سيمو کې د یوولسو سیاسي ګوندونو اتحاديه، د فاټا وکیلانو اتحاديه، خبريالان او زده کونکي له ډېر وخت راهيسې په احتجاج دي چې قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

XS
SM
MD
LG