د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان کاکړ: په پاکستان کې له پښتنو سره توپیري چلند کېږي


په پاکستان کې ملتپاله ګوندونه وايي، د شناختي کارډونو بندول به په راتلونکې سرشمېرنه کې پر پښتنو منفي اغېز وکړي.

د دوو ملتپاله ګوندونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې په پاکستان کې له پښتنو سره توپیري چلند کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر او سېنېټر عثمان کاکړ وویل، دوی په پارلېمان کې پر دې موضوع بحث کړی او په پلان کې لري چې سپریم کورټ ته ورشي.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي ویاند زاهد خان وايي، د ګڼو پښتنو شناختي کارډونه بند کړل شوي دي خو د هغه هېواد رسنۍ هم دې موضوع ته پاملرنه نه کوي.

د کورنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي ول چې په هغه هېواد کې د شاوخوا څلور لاکه خلکو شناختي کارډونه بند کړل شوي دي.

خو پښتانه ملتپالان دا شمېر ناسم بولي. په هغه هېواد کې د وسایلو او پارلېماني څوکیو وېش د سرشمېرنې پر بنسټ کېږي چې د حکومت له اعلان سره سم، د مارچ له ۱۵مې پیلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG