د لاسرسي ځای

که څه هم قبایلي خلک له ډېرې مودې راهیسې دغو سیمو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي خو په دې ورستیو کې قبایلي مشران او سیاستوال د بدلون په اړه د اختلافاتو ښکار دي.

د ګل په ورځ په مومند ایجنسۍ کې جمعیت علماء اسلام فضل الر حمان ګوند قبایلي سیمو ته د ځان له صوبې حثیت ورکولو په حق کې مظاهره وکړه. د یاد ګوند مشرانو په قبایلي سیمو کې د رایج ایف سي ار قانون د ختمولو غوښتنه هم وکړه.

که څه هم قبایلي خلک له ډېرې مودې راهیسې دغو سیمو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي خو په دې ورستیو کې قبایلي مشران او سیاستوال د بدلون په اړه د اختلافاتو ښکار دي. دا چې په قبایلي سیمو کې څه ډول بدلون ته اړتیا ده؟ پخواني سفارتکار رستم شاه مومند په دې اړه مشال ریډیو ته وویل چې د قبایلي سیمو په موجوده نظام کې اصلاح پکار ده:

''قبایل حاجت لري تعلیم ته، صحت ته، اوبو ته، سړکونو ته، برق ته او اقتصادي پرمختګ ته.دا راز پکار دي چې قبایلي کډوال خپلو سیمو ته ستانه او بحال کړل شي. ړنګ کړل شوي کورونه، سکولونه، هسپتالونه او بازارونه یې جوړ کړل شي. او دا کار یو مخلص ګورنر د یو با اختیاره او ایمانداره پولیټیکل ایجنټ په مرسته کولی شي. نو په موجوده نظام کې اصلاحات پکار دي خو په قبایلي ولس کوم نوی نظام له تپلو دې ډډه وکړل شي."

رستم شاه مومند وايي قبایلي خلک له موجوده نظام سره بلد دي او پکې د خپلو مشکلاتو حل په اسانه لټولی شي.

هلته پخوانی سفارتکار ایاز وزیر بیا وايي چې موجوده نظام ډېرې نیمګړتیاوې لري او په دې کې اصلاح به هله مکمنه وي چې قبایلي سیمو ته د جدا صوبې حېثیت ورکړل شي. نوموړی زیاتوي:

"که ځان ته صوبه شي نو بیا به قبایلي سیمې ۲۲ سینیټران ولري چې اوس اته دي. اصلاحاتي کمیټۍ ویلي چې دا سیمې به له خېبرپښتونخوا سره په لسو کلنو کې یوځایې کوي او د هغې لپاره به د قبایلي سیمو په پرمختګ د کال ۹۰ ملینه روپۍ لګول کیږي. خو زه وایم که قبایلي سیمو ته د جدا صوبې حثیت ورکړل شي نو په قامي مالیاتي ایوارډ کې به هم حصه ولري چې د پنځه فیصده په حساب د کال تقریباً ۳۰۰ اربه روپۍ جوړیږي."

ایاز وزیر همداراز وویل په ځان له صوبه کې به قبایل خپل ګورنر، وزیراعلا، وزیران او اسمبلي ولري چې د ده په وېنا بل چا ته به محتاج نه وي.

بلخوا غلام قادر داوړ چې د حکومت په یوه لوړه انتظامي څوکۍ کار کوي وايی د قبایلي ولس ګټه یواځې د خېبرپښتونخوا سره په یوځایې کیدلو کې ده:

"قبایلي سیمې له خېبرپښتونخوا صوبې سره د یوځایې کولو وړاندیز د ستاینې وړ دی ځکه چې خلک له پولیټیکل انتظامیې تنګ دي. پولیټیکل ایجنټ نه یوازې انتظامي اختیار لري بلکې پولیس هم دی، جج هم دی خو هیچا ته جواب دِه نه دی. نو د دې حل دا دی چې قبایلي سیمو ته د اییني بدلون د لارې د اعلا عدلیې اختیار وغځول شي. د خېبرپښتونخوا د برخې په توګه به د دې صوبې ترڅنګ په قامي مالیاتي ایوارډ کې هم برخه ترلاسه کړي او چې فنډ ورکړل شي نو نور په دې کې هیڅ مشکل نشته ځکه چې په قبایلي سیمو کې لا له وړاندی د خېبرپښتونخوا تعلیمي نظام چلیږي، د دې صوبې خلک په قبایلي سیمو کې او قبایلي خلک دلته کارونه روزګارونه کوي."

د قبایلي سیمو اصلاحات د ترهګرۍ پرضد د شل نکاتي قامي ایکشن پلان برخه هم ده او دې لپاره وزیراعظم نواز شریف یوه اصلاحاتي کمیټي ټاکلی وه چې د ټولو قبایلي سیمو له سفرونو وروسته یې خپلی سپارښتنې وزیراعظم او بیا پارلیمان ته وړاندی کړي دي. په دې سپارښتنو کې یادې سیمې له خېبرپښتونخوا سره د یوځایې کولو وړاندیز شوی دی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG