د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باکو کې د اپوزېسیون یو شمېر غړي زنداني شول


د اذربایجان په باکو کې محکمې د اپوزېسیون یو شمېر غړي د اوږدې مودې لپاره زنداني کړل.

محکمې د دې کسانو د جرم په اړه وویل چې دوی په ښکاره د حکومت د ړنګېدو خبره کوله او قومي، مذهبي او ټولنیزو شخړو ته‌یې لمن وهله.

د باکو ښاري محکمې د اسلامي وحدت د تحریک مشر طلحه باقرزاده او د هغه مرستیال عباس حسینوف په شل کاله بند محکوم کړل.

د اپوزېسیون د مخکښ ګوند، ولسي جبهې مرستیال فواد قهرمان لي یې ۱۰ کاله زنداني کړ او ۱۶ تنه نورو سیاسي فعالانو ته‌یې له ۱۴ نیمو تر ۱۹ کلونو د بند سزا واوروله.

دغو کسانو ویلي دي چې دوی بې‎ګناه دي او ځینو یې دا خبره هم کړې ده چې په زوره ترې اقرار اخیستل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG