په ایران کې له دې سره د ۱۷ منزله ړنګې شوې ودانۍ د تلفاتو شمېر ۱۵ ته ورسېد چې ۱۱ یې د اور وژونکي غړي دي.
د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په دې ودانۍ کې اور ولګېد او بیا ونړېدله.
په پیل کې دولتي رسنۍ د اور وژنې د څانګې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ تنه یاد کړ.
تر هغه راوروسته ایراني چارواکو د دې پېښې د قربانیانو کره شمېره نهوه اعلان کړې، خو لا هم د اطفائیې پنځه تنه تري تم دي چې په اغلب ګومان مړه شوي به وي.