د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قزاقستان ولسمشر یوه برخه واک پارلېمان او وزیرانو ته سپاري


د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف وویل چې د خپل واک یوه برخه به پارلېمان او وزیرانو ته ورکړي.

نظربایف زیاته کړه چې په دې ډول به له ده سره د ستراتیژیکو موضوعاتو، بهرنۍ تګ‎لارې او د ملي امنیت واک پاتې شي.

نظربایف د چارشبنې په ورځ په خپله وینا کې چې د قزاقستان دولتي ټلوېزیون خپره کړه، وویل چې تر دې وروسته به پارلېمان وزیراعظم او وزیران انتخابوي:

"دا مهمه ده چې د پارلېمان واک د حکومت په جوړېدو کې زیات شي او د کابینې صلاحیتونه وکیلانو ته وسپارل شي. هغه ګوند چې پارلېماني انتخابات ګټي، هغه به د حکومت په جوړېدو کې ډېر لاس لري. په طبیعي ډول به حکومت خپل واک له پارلمانه اخلي، نه د پخوا په څېر چې له ولسمشره‌یې اخیست."

نظربایف زیاته کړه چې د جنوري په لومړیو کې یې یوه ډله ګمارلې وه چې په اساسي قانون او نورو قوانینو کې د بدلون لپاره مسوده چمتو کړي.

د اوس لپاره د قزاقستان وزیراعظم ولسمشر غوره کوي او پارلېمان‌یې تائیدوي.

وزیراعظم بیا کابینه انتخابوي او د کابینې غړي هم د ولسمشر تائید ته اړتیا لري.

۶۷ کلن نظربایف له ۲۸ کلونو راهیسې د قزاقستان ولسمشر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG