د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د وريجو د پروسس فابریکه فعاله شوه


د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يو، ايس، ای، ای، ډي په مرسته د یو نيم ميليون ډالرو په ارزښت د وریجو د پروسس او بسته بندۍ فابريکه ګټې اخيستنې ته پرانستل شوه. مسوولين یې وايي چې دغه فاربریکه په یوه ساعت کې پینځه ټنه وریجي پروسس او بسته بندي کوي.

د وریجو د پروسس او بسته بندۍ دا قابریکه د چارشنبې په ورځد بهسودو ولسوالۍ اړوند په خاص بهسود کلي کې ګټې اخيستنې ته پرانستل شوه.

مسوولينیې وايي چې دغه فابریکه د ټول افغانستان په کچه د غټو او نریو وريجو د پروسس او بسته بندۍ ظرفیت لري. د فابريکې يو تن مسوول غلام نبي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( بغير د جایداد نه په ماشینونو، ساختمان او تخنیکي کارونو يې یو نیم میلیون ډالر مصروف شوي دي. په دې کې موږ سره په ماشینرۍ کې ۱۵ فیصده کمک یو، ايس، ای، اي، ډي کړی دی. دا فابریکه په یوه ساعت کې پینځه ټنه با کیفیته، وریجې پروسس او بسته بندي کوي. دا د دهقانانو لپاره يوه ښه او د خیر زیری دی.))



د ننګرهار د کرنۍ، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو تخمونو د تصدیق امر محمد وارث ډاډ ورکړ چې د دوی ریاست به د یادې فابریکې سره پوره همکاري ولري.

(( د زراعت د ریاست په استازيتوب د دې کمپنۍ د مسوول نه او هغو خلکو چې په دې کې منډې ترړلې کړي دي او د یو، ایس، ای، ای، ډي له ادارې څخه چې مالي مرسته يې ورسره کړې، مننه کوم، او د نورو همکاریو په هیله يې یو، تر څو دا هېواد ، په اقتصادي، زراعتي او تجارتي لحاظ په خپلو پښو ودرېږي.))

د فابریکې د پرانستې پر مهال د بهسودو ولسوالۍ نه علاوه د یو شمېر نورو ولسواليو څخه هم برګرانو ګډون کړی و، یو تن يې مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

(( حاجي حبيب الله د بهسودو ولسوالۍ اړوند یو زمیندار یم، ډېر خوشاله یم، زموږ په دې منطقه کې یو ابتکار شوی او هغه ابتکار دا دی چې دلته داسې مشینونه لګول شوي چې په هغې باندې بزګرانو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې شوي دي، کوم حاصل چې دا ماشینونونه ورکوي په ډېر عصري شکل يې ورکوي. د دولت نه هم هیله لرو چې موږ ته داسې نورې اسانتیاوې برابرې کړي، چې د دغې لارې زموږ دهقانان پرمختګ وکړي او د نړۍ د دهقانانو سره سیالي وکړو.))

د وریجو د پروسس او بسته بندۍ د فابريکې مسوولین وايي چې دوی سره د انجينرانو په ګډون پنځوس تنه په فابریکه کې په کار بوخت دي. دوی د هیواد په ملي سوداګرو غږ کوي چې په خيل هیواد کې د فابریکو په جوړولو پانګه اچونه وکړي او خلکو ته د روزګار زمینې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG