د لاسرسي ځای

'پښتونخوا اسمبلۍ د پوليسو خپلواکه کولو قانون منظور کړ'


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ قانون منظور کړی چې له مخې به يې د پولیسو محکمه له سياسي مداخلې پاکه او په خپلو فيصلو کې خپلواکه وي.

قانون د سېشنبې په ماښام منظور شو.

ددې قانون له مخې به د پوليسو محکمه د مرکزي حکومت د لوړ پوړې چارواکې لاندې کار کوي.

د قانون تر منظورۍ وروسته د خېبر پښتونخوا وزيراعلی پروېز خټک مشال راډيو ته وويل ، له څه دپاسه درې کلونو راهيسې د پوليسو ټول واک و اختيار له ده سره وو چې اوس يې دا محمکه د قانون په چوکاټ کې راوستله او واک يې ور وسپارلی.

خو د حزب اختلاف مشر مولانا لطف الرحمن له مشال راډیو سره د خبر پروخت پر قانون نيوکې وکړې او وې ويل چې د اتلسم ترميم وروسته چې کوم واک له مرکزه صوبو ته ورکړل شوی وو صوبايي حکومت هغه بېرته مرکز ته و سپارلی.

خو پروېز خټک د حزب اختلاف دا اعتراضونه بې ځايه ګڼي او وايي د مخالفه ګوندونو د وړانديزونه په اساس يې په قانون کې بدلونونه کړي او بيا يې د منظورۍ لپاره وړاندې کړ.

XS
SM
MD
LG