د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ د ورکړل شويو په اړه ځواب غوښتی


پېښور های کورټ صوبایي او مرکزي حکومتونو ته ويلي، د ورک کړل شويو کسانو د ځای او پر هغو د لګېدلو تورونو په اړه دې خپل ځواب په عدالت کې وړاندې کړي.

د چيف جسټس یحی اپريدي په مشری کې عدالتي بنچ د لادرکه کړل شويو کسانو د مقدمو د اورېدنې پر مهال د سېشنبې په ورځ امر وکړ چې د ورک کړل شويو کسانو په حقله دې صوبايی او مرکزي حکومت غونډه وکړې او په دوه اونيو دننه کې دې عدالت ته ووايي چې دغه کسان په کوم ځای کې ساتل شوي او په کوم تور نيول شوي دي.؟

د لادرکه کړل شويو کسانو وکيل اعجاز مومند مشال راډيو ته وويل، په های کورټ کې تر ۱۰۰۰ زياتو لادرکه کسانو مقدمې روانې دي خو لا هم مالومه شوې نه ده چې دوی په کوم تور کې ورک کړل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا څارنوال عبدالطيف د زيارت په ورځ مشال راډيو ته وويل، د عدالت حکم به حکومت ته ورسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG