د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ځېنې پوهنتونونه مالي ستونزې لري


د سرکاري پوهنتونونو چارواکي وايي چې په خیبر پښتونخوا کې یوشمېر پوهنتونونه د پیسو نشتوالي ښکار دياو که دا لړۍ دوام ولري نو په یو څو کالونو کې به دوی خپلو استادانو له د تنخواګانو ورکولو صلاحیت هم وبایلي.

د سرکاري پوهنتونونو چارواکي وايي چې د حکومت اعلانونو باوجود دا وخت په خیبر پښتونخوا کې د لوړو زده کړو یو شمېر تعلیمي ادارې له مالي بحران سره مخامخ شوي دي.

د پيښور پوهنتون د استادانو اتحادیې مشر پروفېسر جمیل چترالی وايي د پېښور پوهنتون غوندې لویه تعلیمي اداره هم د مالي ستونځو ښکار ده. نوموړی زیاتوي حکومت په پوهنتونونو کې خپلو خلکو له روزګارونه ورکوي خو د مالي ستونځو د هواري غم يې نه کوي.

؛د دوه زره پنځلسم او شپاړسم کال لپاره د پېښور پوهنتون بجټ درې اربه او اتلس کروړه روپۍ وو خو په دې کې د تحقیقي هلو ځلو لپاره اتلس روپۍ هم نشته. دا وخت پېښور پوهنتون د دوه اربه روپو له کمي سره مخامخ ده؛

د باچاخان پوهنتون چارسدې پخوانی وایس چانسلر ډاکټر فضل رحیم مروت وايي کوم پوهنتونونه چې په تېر حکومت کې جوړ شوي ديموجوده حکومت ورسره مالي مرسته نه کوي او هم دغه وجه ده چې د پوهنتونو د پیاوړي کولو عمل اغېزمن شوی دی.

"تېر حکومت یوشمېر پوهنتونونه جوړ کړي ول په دوی کې ځېنو ته پیسېورکړل شوې وې خو ځېنې داسې دي چې پیسې نه دي ورکړل شوي. او د هغې له کبله یوشمېر پوهنتونونه خپل تعمیرونه نه لري او په دوی کې ځینې د پوهنتون په معیار پوره نه دي."

په دغه اړه د حکومت د دریز لپاره مو د خیبر پښتونخوا د لوړو ذده کړو د وزیر مشتاق غني او په اسلام اباد کې د هایر ایجوکیشن کمیشن د مشر سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالي نه شو ــ خو د خیبر پښتونخوا د هایر ایجوکیشن کمیشن یو چارواکې سلیمان وویل چې باید پوهنتونونه دا معاملې په مرکزي کچه د کمېشن د چارواکو مخې ته کښېږدي.

"که پوهنتونونه ته مالي ستونځي دي نو دا به په اسلام اباد کې د هایر ایجوکیشن د چارواکو مخې ته ږدي. او هغوی به ورله پیسې ورکوي."

د پېښور پوهنتون استادانو اتحادیې مشر پروفیسر جمیل چترالي واييچې په آیین کې تر اتلسم بدلون وروستو د پوهنتونو د مالي ستونځو هوارولو ذمه وار صوبايي حکومت دی.

"پکار ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت په پیسو کې د خپلې برخې اخیستو لپاره هایرایجوکیشن کونسل جوړ کړی وی او لکه د پنجاب او سند صوبو يې خپله برخه اخېستې وی خو د صوبې حکومت دا کار نه دی کړی."

د یادونې وړ ده چې دا وخت په خیبر پښتونخوا کې اتلس سرکاري پوهنتونونه او پینځه شخصي پوهنتونونه کار کوي. شخصي پوهنتونونه خپل خرڅونه له زده کوونکیو پوره کوي خو سرکاري پوهنتونونه د پیسو کمي له کبله له مالي بحران سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG