د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوالو ته اوږد-مهالې ويزې ورکول کېږي


په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې د پاکستان سېفران وزارت ورته ويلي دي چې افغان زده کونکېو، تاجرانو، مريضانو او هغه کډوال چې له پاکستانیو ښځو سره يې ودونه کړي د وفاقي کابينې د منظورۍ ورستو به ورته د اوږدې مودې لپاره ويزې ورکوي.

په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارتخانه کې د کډوالو چارو مشر مرستیال ذبیح الله مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې مېشت يادو کډوالو ته د اوږد مهالو ويزو ورکولو په لړ کې د سيفران وزارت سره په تماس کې ول او د وزارت لخوا ورته ويل شوي دي چې د پاکستان وفاقي کابينې ته يې يوه سمري لېږلې ده چې افغان زده کونکیو، تاجرانو،ناروغانو او ځینو نورو کډوالو ته دې دريو نه تر پنځه کالو لپاره ويزې ورکړي،

مشال راډيو چې کله په سېفران وزارت کې د افغان امورو د څانګې ډارېکټرې فهمینه توفیق سره دې لړ کې تماس ونيولو نو د نوموړې وينا وه چې وزارت يې کابيني ته د منظورۍ لپاره يو وړاندیز لېږلی دی چې پکې افغان زده کونکیو، سوداګرو او هغه کډوال چې له پاکستانیو ښځو سره يې ودونه کړي دي، د اوږدې مودې لپاره د ويزو ورکولو غوښتنه شوې ده خو ضروري نه ده چې وفاقي کابينه د درې يا پنځه کلنې ويزې منظوري ورکړي دا هم امکان لري چې د يو کلنې ويزې منظوري ورکړي.

په پېښور کې ميشت يوه پاکستانۍ ښځه شميم چې له یوه افغان کډوال سره يې واده کړی وايي چې د دوی پشمول د يوشمېر داسې نورو زنانوو لپاره دا ډېره د خوشالۍ خبره ده او که حکومت يې خاوندانو ته پنځه کلنه ويزه ورکړي نو مشکلات به يې ډېر راکم شي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ترمخه چې دا مهال په پاکستان کې ديارلس لاکه پورې راجسټر کډوال ژوند کوي او د ياد ملک مرکزي حکومت په نومبر مياشت کې د راجستر کډوالو په پاکستان کې د ايسارتيا موده د روان کال تر پایه غځولې ده.

د يادونې ده چې پروسږ کال له پاکستانه تر درو لکه اتيا زرو زيات راجستر افغان کډوال د يو اېن اېچ سي آر د بيرته ستنېدو پروګرام لاندې خپل هېواد ته ستانه شوي بلخوا د خيبر پښتونخوا حکومت په وینا چې تر دوه نيمو لکو پورې غېر راجستر کډوال هم خپل ملک ته ستانه شوي دي.

دا دې هم ياده وي چې يو اېن اېچ سي آر د پروسږ کال (۲۰۱۶) له جولايي راهیسې له پاکستانه په خپله خوښه ستنېدونكي هر راجستر افغان كډوال ته له درې نيم سوو (۳۵۰) ډالرو علاوه د سفر لګښت په توګه د دېرشو (۳۰) نه تر اووېا (۷۰) پورې ډالره هم وركوي.

احمد الله- مشال رېډيو اسلام آباد.

XS
SM
MD
LG