د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په ټاکنو کې دې د ښځو ګډون يقيني کړل شي'


د پاکستان اليکشن کمېشن
د پاکستان اليکشن کمېشن

د پاکستان اليکشن کمېشن په سياسي ګونډونو ټينګار کړي چې په راتلونکې انتخاباتو کې د ښځو ګډون يقيني کړي.

د اليکشن کمېشن لخوا ۱۶ سياسي ګوندونو ته لېږل شوي ليک کې ويل شوي دي چې ازادانه او منصفانه انتخابات کول د کمېشن آئيني ذمه واری ده او د آئين تر ۲۵ شق لاندې ټولو پاکستانيانو ته يو شان حقونه تر لاسه دي نو په انتخاباتو کې دې ښځو ته د برابرۍ په بنياد حق ورکړل شي.

د خیبر پښتونخوا په ضمني انتخاباتو کې د دير سيمې حلقه ۹۵ کې تر يو لاک زياتې رجسټرډ ښځينه رايي اچونکیو کې يوازې يوې ښځې ووټ اچولی وو

اليکشن کمېشن د سياسي ګوندونو له مشرانو غوښتنه کړي چې په انتخابي عمل کې دې د جنسي توپير ختمولو کې مرستې وکړي.

د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړې عايشه سيد مشال راډيو ته وويل چې پاکستان يو جمهوري هېواد دی او په جمهوريت کې د هر وګړي د رايې خيال ساتل کېږي.

د دې په وینا د پاکستان تر نيمايي زياته ابادي د ښځو ده او تر هغو جمهوريت نه پياوړی کېږي او ټولنه پرمخ نه ځې چې تر څو ښځو ته حقونه نه وي ورکړل شوي.

د ښځو حقونو لپاره کار کونکې ادارې عورت فاونډيشن غړې شبينه اياز مشال راډيو ته وویل، د خیبر پښتونخوا په ضمني انتخاباتو کې د دير سيمې حلقه ۹۵ کې تر يو لاک زياتې رجسټرډ ښځينه رايي اچونکیو کې يوازې يوې ښځې ووټ اچولی وو او نور د سياسي او د ټولني دود مسلې له وجې جمهوري عمل کې برخه نه وه اخېستې.

د دې په وینا چې په پاکستان کې هر وار په انتخاباتو کې د خپلو ګټو لپاره سياسي ګوندونه ښځې له راي اچولو دروي. د دوی په خبره د دې مخنيوي لپاره قانون سازي پکار ده.

د پاکستان اليکشن کمېشن د شميرو ترمخه شاوخوا ۹ کړوړه ۶۹ لکه رجسټرډ ووټرانو کې د ۴ کړوړه نه زياتي ښځې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG