د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ پر کډوالو د بندیز لګولو امر لاسلیکوي


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا رسنیو رپوټونه دي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ به له چارشنبې د کډوالو پرضد د پراخو ګامونو امر کوي. د رویټرز او اسوسیېټېډ پرېس اژانسونو له مخې په دغه ګامونو کې د شام، عراق، ایران او ځېنو نورو اسلامي هېوادونو د وګړو مهاجرت لنډمهالی بندیز او پر دوی د امریکا ویزو ځنډول شامل دي.

بلخوا ځېنې نورې رسنۍ د ناڅرګنده چارواکیو او کارپوهانو له خولې وايي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه بل امر له مخې به د شام، عراق، ایران، لیبیا، صومالیه، سوډان او یمن هر وګړي ته ورکول کېدونکې ویزې بندې کړل شي.

رسنۍ وايي، لومړنی فرمان به د جنورۍ پر ۲۵ د امریکا کورني امنیت وزارت ته د هغه د دورې پر مهال لاسلیک شي او دغه ډول نور به په راتلونکیو ورځو کې لاسلیک شي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون ناوخته پر ټویټر د دې پخلې کړې وو چې د جنوری پر ۲۵مه قامي امنیتي ادارې ته د دورې پر مهال به یوه لوی اعلان وکړي.

د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه ناوخته ټرمپ پر خپل ټویټر کره کړې چې یو لوی اعلان کېدونکی دی. هغه دا د امریکا کورني امنیت لپاره یوه ستره ورځ وبلله. د نوموړي په خبره چې ګڼ نور ګامونه به اخېستل کېږي چې په هغو کې، "د امریکا او مېکسیکو ترمنځ دېوال درول دی. له مېکسیکو سره دېوال درول د ټرمپ انتخابي کمپاین یو د سر سر هوډ او لوز وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG