د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کورمې انصارالحسېن ډله په هېڅ ډول ترهګرۍ کې ښکېل نه ده'


که څه هم د پاکستان کورنیو چارو وزارت د قبایلي سیمې کورمې انصار الحسېن نومې ډله تر بندیز لاندې راوستې خو نه د دغه ملک د ترهګرۍ ضد قامي اداره نېکټا او نه هم خپله دغه ډله انصار الحسېن د وفاقي حکومت په دغه لګېدلي بندیز خبر دي.

د داخله چارو وزارات د ۲۰۱۶ م کال د دسمبر پر دېرشمه نېټه انصار الحسېن ډله د ناقانونه ګرځول شویو تنظیمونو په نوملړ کې اچولې وه.

خو دغه ډلې هغه کوم فعالیتونه کول چې له بندیزونو سره مخامخ شوله؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د داخله چارو وزارت د ترهګرۍ ضد اداري نيکټا د ناقانونه ګرځول شویو ډلو د څارنې څانګي مشر ګوهر خان خټک وايي:

"موږ د هرې ډلې په اړه مالومات د استخباراتي ادارو لکه سپېشل برانچ او نورو ادارو له لارې راغونډوو، هغوی د دغو ډلو په اړه پوره مالومات لري، د انصار الحسېن ډلې په اړه زموږ مالومات د رسنيو په راپورونو مبني دي چې د دغې ډلې څنګه جوړښت دی او څه قسمه هلې ځلې کوي؟ خو زموږ اداره نيکټا دا مهال د جوړېدو په حال کې ده خو له موږ سره د يادې ډلي د مشر تابه او نورو هلو ځلو په اړه هېڅ دقيق مالومات نشته."

خو په قبايلي سيمه کورمه کې د انصار الحسېن ډلې ویاند آغا زاهد وايي چې د دوی ډله له دوه زره دوولسم کالهيوازې د خیر ښېګړې فعاليتونه کوي او تر دا مهاله حکومت دوی ته په رسمي ډل د بنديز په اړه هېڅ نه دي ويلي:

"تر دا مهاله موږ ته د دفترونو تړلو یا د فعاليتونو بندولو په اړه هېڅ نه دي ويل شوي او نه زموږ کارکوونکي نيول شوي دي. موږ په سیمه کې د امبولانسونو سرویس ورکوي، د تعليم او آګاهۍ په حواله هلې ځلې کوو. موږ هم د بنديز په اړه د ميډيا او ټولنيزو پاڼو په ذريعه دا خبر ترلاسه کړی دی."

بلخوا په پارچنار کې د مدني ټولني يو فعال شبير ساجدي مشال ريډيو سره په خبرو کې د دې بنديز غندنه کړې ده او زیاتوي، چې ياده ډله د ښير ښيګړي يو تنظيم دي او دده په خبره وزارات داخله د نورو ډلو خوشالولو لپاره پر انصارلحسېن بنديز لګولي دي.

''د دې ډلي هر يو غړي زه په ځاني توګه پېژنم او تر دا مهاله مو د دغه ډلې هېڅ داسې فعاليتونه نه دی ترسترګو شوی چې پرې اعتراض کېدلی شي، دغه ډله يوازې د ولسي خير ښېګړې لپاره کار کوي.''

خو د کورمې قبايلي سيمي يو مخه ور شخصيت د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د انصار الحسين ډلي يو مشرچې دا مهال په ايران کې ميشت دي په شام کې د اسلا مي دولت وسله والې ډلې سره د جګړې په موخه د کورمې قبايلي سيمې ځوانان ګماري او شام ته يې استوي. د ده په خبره د دې ثبوت دا دی چې د يوشمېر هغو ځوانانو مړي کورمې ته وروړل شوي دي چې په شام کې په جګړه کې وژل شوي ول. خو د انصارلحسېن ډلې ویاند آغا زاهد دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG