وروسته له هغې چې سپینې ماڼۍ د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ له ژمنې سره سم اعلان وکړ چې متحده ایالات د ارام سمندر هېوادونو د تجارت له تړونه وځي، د سیمې هېوادونو چې دغه تړونیې لاسلیک کړی اوس چین ته سترګې اړولي چې د امریکا ځای ونیسي.
په سیمه کې د چین د سوداګرۍ پراخ نفوذ ته په پام سره دغه تړون د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په دې هدف لاسلیک کړی و چې متحده ایالات په سیمه کې د سوداګرۍ په چارو کې مخکښ رول ولوبوي.
اسټرالیا او د ارام سمندر د سیمې نورو هېوادونو وویل چې د پاسفیک یا ارام سمندر د سوداګرۍ له تړونه د سپپنې ماڼۍ له وتلو وروسته هڅه کوي چې دغه تړون وژغوري، ښایي هم چین ته اجازه ورکړي چې د متحده ایالاتو تشه ډکه کړي.
د اسټرالیا صدراعظم مالکولم ټرنبول «Malcolm Turnbull» د سېشنبې په ورځ په کانبیرا کې خبریالانو ته وویل، اوس چې سپینه ماڼۍ د ترانس پاسیفیک شراکت له تړونه وځي یوولس نورو هېوادونو چې د سوداګرۍ دغه تړون يې لاسلیک کړی چین ته سترګې اړولي چې دغه تشه ډکه کړي.
"موږ غواړو چې د زیاتو بازارونو په لرلو سره ډېر فرصتونه او امکانات ولرو، په اوس وخت کې موږ د چین اسټرالیا د ازاد تجارت تړون لرو، دا یقیني ده چې چین د دې وړتیا لري چې له «TPP» سره یوځای شي، د دې احتمال شته چې د وخت په تېرېدو سره په دې برخه کې د امریکا په پالېسي کې هاغسې چې دې هېواد د تجارت په نورو تړونونو کې کړي، بدلون راشي، دغهراز د دې امکان هم شته چې «TPP» له متحده ایالاتو پرته فعالیت مخ ته یوسي او ما په دې اړه له نورو مشرانو سره هم خبرې کړي، تېره شپه مې هم د جاپان له صدراعظم شینزو ابي سره خبرې وکړې."
د اسټرالیا وزیر اعظم دغهراز وویل، موږ غواړو ازادو بازارونو او ازاد تجارت ته د لاسرسي دغه چوکاټ وساتو.
پروټکشونیزم یا د خپلو تولیداتو ساتنه هغه وسیله نه ده چې تاسو له پڅ اقتصادي حالته چې پکې راګېر یاست راوباسي بلکې دا یو بېل دی چې تاسې نور هم ژور کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنوري په دېرشمه له دغه تړونه چې د امریکا په ګډون دوولسو هېواودونو لاسلیک کړی او پخواني ولسمشر بارک اوباما یې کلک ملاتړ کړی و، د وتلو اعلان وکړ او و یې ویل چې هغه د امریکایي کارګرانو او سوداګرو ګټې نه خوندي کوي.
په سیمه کې د چین د سوداګرۍ پراخ نفوذ ته په پام سره دغه تړون اوباما په دې هدف لاسلیک کړی و چې متحده ایالات په سیمه کې د سوداګرۍ په چارو کې مخکښ رول ولوبوي.
چین چې د دغه تړون غړی نه دی، د متحده ایالاتو په وتلو سره ورته نه یوازې د دې ور خلاصېږي چې د لومړي ځل لپاره ورسره یوځای شي، بلکې دې هېواد ته به د دې وړتیا هم ورکړي چې په سیمه کې چې د نړۍ د اقتصاد په سلو کې څلوېښت جوړوي، د سوداګرۍ د شرایطو د وضع کولو په برخه کې پراخ نفوذ ولري.