د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي د CIA ملاتړ به کوي


ټرمپ د سي ايي ای په مرکز کې
ټرمپ د سي ايي ای په مرکز کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لينګلی ورجينا کې د استخباراتي ادارې CIA مرکز لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې ادارې به ملاتړ وکړي.

ټرمپ د امریکا د استخباراتي ادارې شاوخوا څلورو سوو کارکوونکو ته په وينا کې وویل چې له ادارې سره زر فيصده ولاړ دی.

نوموړي د نورو موضوعاتو ترڅنګ د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد مبارزي په اړه وويل:

« موږ خپل هغه وړتياوې نه دي کارولې چې موږ يې لرو. موږ محدود کړل شوي وو. موږ بايد اسلامي دولت نه ځان خلاص کړو. موږ بله لاره نه لرو.»

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال ټرمپ د استخباراتي ادارو هغه څېړنې رد کړې وې چې پکې ويل شوي وو، روسیې ورسره د ولسمشرۍ په انتخاب کې مرسته کړې وه. ټرمپ په سي آی ای سختي نيوکې کړي وي، خو تېره ورځ د یادې ادارې کارکونکو ته يې وويل چې دوی ډير خاص خلک دی او د دوي تر شا ولاړ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG