ننيوو لاريونونو ته د يووالي نوم ورکړل شوی دی. د لاریونونو منتظمین وايي ښځې غواړي چې د ډونلډ ټرمپ انتظامیه یې د هغه د دندې په لومړۍ ورځ غږ واوري. لاريون جوړوونکو ويلي چې دې مظاهرو ته د ښځو نوم نه ورکوي بلکې سړي هم پکې برخه اخيستی شي.
تمه ده چې د واشنګټن په مظاهره کې به خوا او شا دوه لکه کسان برخه ولري.
د امريکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون د خپلې دندې پيلولو لوړه وکړه. پرون د دغو مراسمو پر مهال په واشنګټن کې ځينو خلکو مظاهرې کړې وي. د پوليسو سره د نښتو له کبله لږ تر لږه پنځه نوي کسان نيول شوي هم وو.
د ننيوو لاريونونو جوړړونکو له مظاهره چيانو غوښتي چې خپل غږ په سوله ييز ډول پورته کړي. د دوی په خبره تشدد نه کول د باهمته خلکو د ژوند لاره ده.
برسلز کې د ښځو د حقونو لپاره د ټرمپ په ضد لاريون او مظاهره
په ټوله نړۍ کې خوا او شا شپږ سوه مظاهرې پلان شوې دي چې لکونه خلک پکې برخه اخلي. د دې مظاهرو په ترڅ کې نن په نيوزي لينډ او اسټريليا کې په زرګونو خلک راووتل. په سيډني او ميلبورن کې په زرګونو ښځو او سړو د کرکې خلاف شعارونه ورکړل.
په سيډني کې د ښځو د لاريونو مشرې مينډې فريبينډ راغونډو شوو خلکو ته وويل چې نفرت، د کرکې وینا، امتيازي سلوک او زيانمنونکي پاليسيانې يوازې د امريکا مسله نه ده بلکې دا نړيوالې ستونزې جوړوي. د نيوزي لينډ په دوو لويو ښارونو ويلنګټن او آکلينډ کې هم سلګونو خلک لارو ته راووتل.
ويډيو: په نیویارک کې د ټرمپ تګلارو ضد زرګونه خلک راوتلي