د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ: حکومت دې د بندو شناختي کارډونو وضاحت وکړي


د طالبانو د وژل شوي مشر، ملا منصور پاکستانی شناختي کارډ
د طالبانو د وژل شوي مشر، ملا منصور پاکستانی شناختي کارډ

د پاکستان سپریم کورټ په پاکستان کې د حکومت لخوا د څلورنيم لکو بندو کړو شناختي کارډونو په اړه وضاحت غوښتی. اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د سپریم کورټ د ویاند لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سپريم کورټ له خپله اړخه د دې مسلې نوټس اخيستی

سپريم کورټ د نادرا دفتر ته د جنورۍ په څلورويشتمه نېټه عدالت کې د وضاحت وړاندې کولو ويلي دي.

تر دې مخکې د کورنيوو چارو وزير، چوهدري نثارعلي خان ویلي وو چې په بندو شوو څلور نيم لکو شناختي کارډونو کې د ځينو د جعلي او اصلي معلومولو لپاره څيړنې روانې دي.

ملت پاله سياسي ګوندونو د پاکستان د مرکزي حکومت پر دې کار نيوکې کړي او دا يې پښتنو سره زیاتی بللی دی خو حکومتي چارواکي وايي دوی غواړي څوک له پاکستاني شناختي کارډه غلطه فايده وانخلي.

د سیاسي او قانوني چارو څيړونکی یوسف علي وايي پکار ده چې سپريم کورټ پر دې مسله لا ډير مخکې له حکومته وضاحت غوښتی وی. هغه زياته کړه: ((د شناختي کارډونو بندېدو له وجې ډيرو خلکو ته ستونزې پيدا شوي دي. خلکو ته کاروباري زيان هم رسیدلی او د ځينو کسانو لپاره ځينو ملکونو خيلې وېزې هم منسوخې کړې دي.))

پاکستان کې مذهبي تنظيمونو د ملا منصور وژونکي ډرون بريد خلاف مظاهرې کړې وي
پاکستان کې مذهبي تنظيمونو د ملا منصور وژونکي ډرون بريد خلاف مظاهرې کړې وي

پاکستان کې د شناختي کارډونو په اړه څېړنې تر هغې وروسته پيل شوې چې تېر کال د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په بلوچستان کې په يو ډرون بريد کې ووژل شو. د هغه د مړي او موټر سره د پاکستان شناختي کارډ موندل شوی وو.

د قانوني چارو پوه، فهیم ولي مشال ريډیو سره خبرو کې وويل چې د سپريم کورټ لخوا په دې مسله کې وضاحت غوښتلو سره به دا مسله زر حل شي.

د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان منلې وه چې ملا اختر محمد منصور په ۲۰۰۵ کال کې د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ تر لاسه کړی وو. نوموړي به پر دغو اسنادو ايران او ځينو نورو هيوادونو ته سفرونه هم کول.

XS
SM
MD
LG