د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرمه کې چاودنې تر شلو ډير کسان وژلي


پاړه چينار کې تر دې مخکې هم ورته چاودنه شوې
پاړه چينار کې تر دې مخکې هم ورته چاودنه شوې

نن سهار په کورمه کې يوې چاودنې لږ تر لږه يو ويشت کسان وژلي دي. د پاړه چينار عيدګاه سره نيزدي سبزي منډئ کې شوې دې بمی بريد کې خوا او شا اته اويا کسان زخميان شوي هم دي.

د شيعه ګانو ځايي تنظيم انجمن حسېنيه په پېښه کې د وژل شوو کسانو شمېر ډير يادوي. د دې تنظيم مشر ملک سراج مشال راډیو ته وويل چې په چادنه کې ۲۶ کسان وژل شوي چې مړي يې په امام باړو کې ايښودل شوي دي. د دې تنظیم يو بل چارواکي فقیر حسن مشال ریډیو تهزياته کړه چې مړو ته تر غسل ورکولو وروسته به یې نن خپلو خپلوانو ته وسپاري.

روغتیایي چارواکو په خبره، د پیښې وروسته د سیمې په هسپتالونو کې ایمرجنسی لګول شوېده. د پاړه چنار مرکزي روغتون مشر ډاکټر ممتاز مشال ریډیو ته وویل چې ټول ۷۸ زخمیان هسپتال ته وروړل شويدي چې پکې د ۱۴ کسانو حالت ښه نه دی او هغوي په هیلي کاپټر کې پېښور ته ليږلي شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دلته هسپتالونو کې ګڼه ګوڼه ده. خلک راځي. موږ غوښتنه کوو چې خلک دې موږ سره په خپل کار کې مرسته وکړي او ډيره ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي.))

انتظامي چارواکو ترمخه، د پیښې وروسته امنیتی ځواکونو پاړه چنار ښار په خپله ولکه کې اخیستی دې او څوک ورننوتلو ته نه پريږدي.

د تحريک طالبان پاکستان يو وياند محمد خراساني مطبوعاتو ته ليږلي ايميل کې د دې حملې زمه واري منلې ده او ويلي يې دي چې دا يو ځانمرګی بريد وو. خو د بره کورمې مرستیال پولټیکل ایجنټ شاهد علي خان نن مشال ریډيو ته وويل چې د لومړنيوو معلوماتو تر مخه دا چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله شوې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ په دې اړه نورې پلټنې کوو.))

لشکر جهنګوي العالمي، تحريک طالبان حکيم الله مسود او تحريک طالبان پاکستان شهريار مسود ډلو هم د دې حملې زمه واري پر غاړه اخيستې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG