د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن پر باچا خان پوهنتون د خونړي برید لومړی تلین دی


نن د چارسدې پر باچا خان پوهنتون د برید یو کال پوره کېدو په مناسبت غونډه کېږي.

د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه په برید کې ځېنو ژوبلو شویو تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، صوبايي او مرکزي حکومتونو یې هېڅ پوښتنه و نه کړه. خو د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر مشتاق غني وايي، هغه مهال ورته د پوهنتون مشر ویلي ول چې د ژوبلو شویو درملنه خپله کوي.

د پوهنتون ویاند صحت خان دا خبره ناسمه بولي او زیاتوي یو شمېر لوړپوړو چارواکو ته یې د نننۍ غونډې بلنلیکونه استولي خو د هغوی ګډون په اړه لا هېڅ معلومات نه لري.

د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ پر ۲۰مه پر باچا خان پوهنتون د وسله والو په برید کې له ۲۰ زیات کسان وژل شوي او یو شمېر ژوبل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG