د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیبیا کې د امریکا په هوايي برید کې۸۰ وسله وال وژل شوي


د امریکا د دفاع وزارت وايي، په لیبیا کې یې د ((ترهګرو پر دوو کیمپونو)) په هوايي بمباریو کې د اسلامي دولت ډلې له ۸۰ څخه زیات وسله وال وژلي دي.

د دفاع وزیر اشټن کارټر بېګا خبریالانو ته وویل، دا بمبارۍ د سېرت ښار په جنوب کې شوې دي:

((په لېبیا کې زموږ د افریقا کمانډ د سېرت په جنوب کې د اسلامي دولت ډلې پر دوو کیمپونو بمبارۍ کړې دي چې پکې له لومړنیو معلوماتو سره سم، له ۸۰ څخه زیات وسله وال وژل شوي دي. د اسلامي دولت ډلې دا وسله وال تېره میاشت له سېرته تښتېدلي ول او هغه مهال [په دې کیمپونو] کې ورغونډ شوي ول چې تېره میاشت ځايي ځواکونو زموږ په مرسته ښار له وسله والو پاک کړ.))

کارټر زیاته کړه چې دې وسله والو په اروپا کې د حملو پلان جوړاوه. ده وویل، کېدای شي دا وسله وال وار له مخه په اروپا کې په شویو بریدونو کې ککړ ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG