د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘نوی امریکايي ولسمشر باید د ترهګرو ځالو پر ختمولو توجه ورکړي’


افغان حکومت وايي، هیله من دی چې د نوي امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره به په سیمه کې د ترهګرو ځالو پر ختمولو توجه ورکړي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د کابل او واشنګټن تعلقات ستراتیژیک دي چې د ټرمپ حکومت له جوړېدو سره به لا ژور شي.

د اجراییه رییس ویاند مجیب رحیمي خبریالانو ته وویل، هیله ده چې ټرمپ به ترهګرۍ ختمولو لپاره پر پاکستان فشار زیات کړي.

پاکستان په بیا بیا له دې توره انکار کړی چې ګواکې د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG