د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د برمته کېدو له ويرې فعاليت بند کړی'


مدني فعالان او د بشري حقونو مبارزه کوونکي د برمته کړل شويو کسانو را خوشي کولو لپاره مظاهره کوي
مدني فعالان او د بشري حقونو مبارزه کوونکي د برمته کړل شويو کسانو را خوشي کولو لپاره مظاهره کوي

په پاکستان کې دوې اوونۍ وړاندې د ټولنيزو رسنيو او مدني ټولنې پنځه فعالان لادرکه کړل شوي چې تر اوسه نه دې موندل شوي. په سرښار اسلام اباد کې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د بشري حقونو فعال او شاعر پروفیسر سلمان حیدر برمته کړل شو چې بيا وروسته څلور نور مدني فعالان او ليکوالان عاصم سعید، وقاص ګورایا، احمد رضا نصیر او ثمر عباس وتښتول شول. د دغو لا درکه کړل شویو کسانو د موندنې او راخوشي کولو لپاره د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه وشول او ګڼو فعالانو د ورک کړل شوو کسانو د برمته کولو تور د پاکستان پر استخباراتي ادارو پورې کړ. خو وفاقي حکومت دا تورونه بې بنسټه ګرځول او وې ويل چې د دوی د راخوشي کولو لپاره يې هلې ځلې دوام لري.

دا چې له دې پيښې وروسته په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو فعالان په څه حال کې دي او څه اندېښنې لري؟ په اسلام اباد کې مېشت فعال او ليکوال اسامه خلجی وايي، د برمته کېدو له ويرې پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر کسانو خپل فعاليتونه بند کړي او يا يې هم کم کړي دي. د نوموړي په وينا د ده ځينو ملګرو پر فېس بک او ټويټر خپل نظر شريکول يا پر حکومتي تګلارو نيوکې کول بند کړي دي ځکه هغوی وېره لري چې هسې نه دوی هم برمته کړل شي.

هغوی ناببره ورک کړل شول چې نه يې کورنيو ته معلومات شته او نه هم پوليس او حکومت ته

اسامه زياتوي، که برمته کړل شوو فعالانو د قانون په ضد کار کړی وي نو حکومت بايد د دوی په ضد مقدمه پرانيستې وای او قانوني چلن ورسره شوی وای خو هغوی ناببره ورک کړل شول چې نه يې کورنيو ته معلومات شته او نه هم پوليس او حکومت ته.

بلخوا په کراچي کې مېشت ليکوال او پر ټولنيزو رسنيو فعال علي ارقم هم د ورک کړل شوو فعالانو په اړه ليکل کړي خو

اوس ګڼ فعالان يو بل ته د پېغام رسولو خوندې لارې چارې لټوي

نوموړی وايي له ستونزو څخه د ځان ژغورلو لپاره اوس ګڼ فعالان يو بل ته د پېغام رسولو خوندې لارې چارې لټوي.

د نوموړي په وينا اوس هر کس لګيا دی په فېس بک او ټويټر کې د خپلو ملګرو لړليک ته بيا کتنه کوي تر څو چاڼ پکې وکړي او داسې کسان له لسټ څخه وباسي چې د ستونزې لامل يې ګرځېدای شي. نوموړی زياتوي، داسې بحثونه هم روان دي چې د ټولنيزو رسنيو کومه څانګه زياته خوندې او د باور وړ ده تر څو له هغې کار واخيستل شي.

که څه هم د ورک کړل شوو پنځو فعالانو د تښتولو ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې خو په پاکستان کې استخباراتي ادارو ته ګوته نيول کيږي. اسامه خلجی په دې اړه وايي، برمته کړل شوو کسانو پر رياستي پاليسيو نيوکې کولې او د دوی د برمته کېدو د عمل له کبله استخباراتي ادارو ته موضوع راجع کيږي.

برمته کړل شوو کسانو پر رياستي پاليسيو نيوکې کولې او د دوی د برمته کېدو د عمل له کبله استخباراتي ادارو ته موضوع راجع کيږي

د نوموړي په وينا د برمته کړل شوو فعالانو کورنۍ وايي، په دوی پسې لوی موټران راغلل چې نمبر پلېټ يې نه درلودل او دوی يې بوتلل. له هغه وروسته يې د دوی لېپ ټاپ او موبايل ټليفونونه هم له ځان سره يووړل.

اسامه زياتوي، که چيرې استخباراتي ادارو دا کار کړی نه وي نو بيا خو امنيتي ادارو ته پکار ده چې دغه پنځه فعالان ولټوي. ځکه د اسلام اباد يا لاهور غوندې لويونو ښارونو کې، چې هر ځای کېمرې لګېدلي وې، د خلکو پيدا کول ګران کار نه دی.

په پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو کې اوس هم د اسامه خلجي په څېر ځينې فعالان فعاليت کوي او پر ځينو حکومتي يا رياستي پاليسيو نيوکې کوي. بلخوا د بشري حقونو يو شمېر فعالانو په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي او د برمته کړل شوو کسانو د را خوشي کولو غوښتنه کوي.

اسامه وايي، د قانون له چوکاټه بهر يې داسې څه نه دې ليکلي چې ويره احساس کړي او نه هم تر اوسه د چا لخوا اختار ورکړل شوی، خو زياتوي، دغو پنځو فعالانو ته هم چا اختار نه و ورکړی او په ناڅاپه ډول برمته شول.

XS
SM
MD
LG