د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د اوباما رول مهم وباله


افغان ولسمشر د امریکا له تلونکي ولسمشر سره د مخه ښې ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو اړیکو د جوړېدو او د افغانستان په اړه د هغه د پرېکړو درناوی کړی دی.

د ارګ ویاند هارون چخانسوري وايي چې ولسمشر غني او اوباما تېر ماښام د خدای پامانۍ په دغې اړیکه کې د دواړو هېوادونو پر روابطو هم وغږېدل.

هغه وايي چې ښاغلي اوباما په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پېښو په اړه هم له افغان مشرانو سره خواخوږي شریکه کړه.

د ارګ ویاند هارون چخانسوري
د ارګ ویاند هارون چخانسوري

چخانسوري زیاته کړه:

"د افغانستان ولسمشر د امریکا د ولسمشر د غم‌شریکۍ څخه د مننې تر څنګ د هغو پرېکړو په اړه چې ده کړي دي او د ستراتیژیکو او امنیتي توافق‌نامو له لاسلیک سره‌یې د دوه دولتونو او ولسونو تر منځ اړیکې غښتلې کړي او خپله شخصاً د بارک اوباما له ملاتړه چې په تېرو اتو کلونو کې یې د افغانستان څخه په بېلابېلو برخو کې کړی د خلکو او افغان دولت په استازیتوب مننه وکړه."

له دې سره د ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د دې خبرو پر مهال اجرائیه رئیس هم د بارک اوباما څخه د هغه د دوامداره اړیکو په خاطر مننه وکړه.

د امریکا ۴۴ ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ له اته کلنۍ دورې وروسته خپل واک بل منتخب جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ته سپاري.

د کارپوهانو په باور د هغه اته کلنه دوره د افغانستان سره د څرنګه پاتې کېدو، ستراتیژیک او امنیتي تړونونو لاسلیکولو له اړخه له خاص اهمیته برخمنه ده.

ارګ ماڼۍ هم وايي، هیله لري چې د ستراتیژیکو اړیکو په ایجاد کې به د اوباما رول تر اوږدو لسیزو همداسې پاتې شي.

چخانسوري وايي، د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د جمهور رئیس غني پخوانۍ ټیلیفوني اړیکه ښيي چې د افغانستان او امریکا اړیکې به لاپیاوړې او ګرمې شي.

د نړیوالو چارو کارپوه سید خالد سادات وايي چې د اوباما مأموریت د افغانستان لپاره سختې پرېښودې خو د امریکا لپاره یې له نظامي او مالي لحاظه پیاوړی سیاست وچلاوه.

دی زیاتوي:

"د بارک اوباما مأموریت د افغانستان لپاره دومره ګټور نه‌و لکه څومره چې خپله د امریکا لپاره ګټور و، د مثال په ډول په افغانستان کې د جګړې لپاره‌یې خپل حضور کم کړ دوی اوس دلته تر اووه زره عسکر پرېښي، دا په دې معنی چې د لګښت او جنګي بوختیاوو له اړخه په افغانستان کې د اوباما مأموریت بریالی و."

هغه وايي چې افغانستان د امریکا لپاره یو سیاسي او نظامي مأموریت دی او د امریکا هر ولسمشر د خپلو ګټو په خاطر اړیکې مخته وړي او وړي یې.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG