د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ښوونځيو کې د قران شریف زده کړه لازمي وګرځول شوه


د خېبر پښتونخوا اعلا وزير پروېز خټک پر يوه لنډیز [سمري] له لاسليکولو سره سم د دغې صوبې په ټولو سرکاري او شخصي سکولونو کې د قرآن پاک تلاوت او له ژباړې سره زدکړه لازمي وګرځوله. دا سمري به اول په صوبايي کابینې او بیا صوبايي اسمبلۍ ته د منظوریۍ لپاره استول کېږي.

د اعلا تعليم او اطلاعاتو لپاره د وزیراعلا مشير مشتاق غني مشال راډيو ته وويل چې له لومړي تر پنځم ټولګي پورې به ماشومانو ته د قرآن پاک تلاوت ښودل کېږي او له شپږمه تر لسم ټولګي پورې به زدوکونکيو ته د قرآن پاک ترجمه ورزده کول کېږي.

دا چې دغه پروژه به کله عملي کېږي او د دې ضرورت ولې پېښ شو؟ مشتاق غني په دې اړه وویل:

"چې صوبايي کابینه او اسمبلي دا سمري منظوره کړي نو د راتلونکې تعلیمي کال له پیله یعنې له اپرېل میاشتې به عملي کېږي. او د دې ضرورت دا دی چې موږ مسلمانان يو او په دې صوبه کې ۹۹ فيصده مسلمانان ژوند کوي بلکې زه خو وایم چې دا ډول ګامونه په ټول ملک کې پورته کول پکار دي. نو دا زموږ د ګوند يو نظر وو او پر هغه عملي ګامونه پورته کوو."

دا چې په دې لړ کې به نوي قاریان یا د اسلامیات استادان اخېستل کېږي که څنګه؟

مشتاق غني وويل:

"دا به د يو نوي مضمون په توګه ماشومانو ته ورزده کول کېږي او په سکولونو کې موجود د اسلاميات استادان به یې ورته ښيي خو که چېرته د اسلامیات استاد نه وي یا لکه چې په پرایمري سکول کې قاري نه وي نو په دې غور روان دی چې هر ډول نیمګړتیاوې به حکومت پوره کوي."

د حکومت د دې ګام په اړه د تعليمي او مذهبي چارو پوه پرو فېسر ډاکټر قبله اياز وايي چې له دې سره به په ماشومانو کې د قرآن پوهه زياته شي.

"دا د ستاینې وړ ګام دی او ماشومان به بغير له څه ځنډه د قرآن زدکړې تر لاسه کوي. خو په دې کې دا ایقیني کول پکار دی چې په جعلي سندونو قاریان، د عربۍ ژبې او یا اسلامیات استادان و نه ګمارل شي."

دا راز مشتاق غني زیاته کړه چې د صوبې په سکولونو کې د قرآن تلاوت او ترجمه لازمي ګرځولو وروسته به د اقليتونو ماشومانو لپاره د متبادل مضمون په توګه اخلاقیات ښودل کېږي

XS
SM
MD
LG