د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د پښتنو سمه سرشمېرنه او حلقه بندۍ غواړو


په پاکستان کې د روان کال مارچ په مياشت کې د سرشمېرنې عمل د شاوخوا نولس کاله وروستو د کولو پرېکړه شوې ولې په کراچۍ کې مېشت د پښتنو سياسي مشران وايي چې په تېرو وختونو کې پښتون مېشته سيمې په سرشمېرنه او حلقه بنديو کې تقسيم کړل شوې چې له کبله يې د دوی نه په صوبايي اسمبلۍ کې نمایندګي راځي او نه په قامي اسمبلۍ کې. دوی غوښتنه کوي چې دا وار دې د پښتنو له علاقو سره د شوي دغه زياتي مخنيوی وکړل شي.

د عوامي نېشنل پارټۍ د سيند صوبې عمومي سېکرېټري يونس بونېری وايي په کراچۍ ښار کې څوک وايي چې شپېته لکه پښتانه اباد دي او څوک اويا لکه يادوي، خو کومه حتمي شمېره يې تر دې دمه نه ده معلومه شوې او په دغه سيمو کې د ووټ اچولو لپاره شویو حلقه بنديو کې هم له پښتنو سره زياتي شوی دی.

له مشال راډېو سره په خبرو کې نوموړي وويل چې د ښار غربي ضلع په خصوصي توګه د پښتنو ګڼه ابادي لري خو په تېرو وختونو کې ناسم تقسیم شوی دی چې له کبله يې ووټونه تقسيم شوی دی او اوس يې د پاکستان ټاکنو کمېشن (الېکشن کمېشن آف پاکستان) سره سره د صوبې اعلی وزير مرادعلي شاه ته هم ويلي چې په راروانه سرشمېرنه کې په صوبه کې د مېشتو ټولو قاميتونو خيال وساتل شي.

د سيند صوبې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چارواکي هم دا دريځ لري چې د پښتنو سيمو تقسيم سم نه دی شوی او وايي چې دوی په تېرو وختونو کې دلته د حلقه بنديو یوه نقشه هم د پاکستان سياسي ګوندونو او د ټاکنو کميشن ته سپارلې وه چې يواځې د پښتون مېشتو سيمو څوارلس د صوبايي اسمبلۍ او نهه د قامي اسمبلۍ داسې حلقې جوړېږي چې پکې د پښتنو نمایندګان راتلی شي.

د ياد ګوند د سيند صوبې مشر نذيرجان خان مشال راډيو ته وويل چې دغه هر څه د پاکستان د ایين او قانون تر سیوري لاندې شوي ول چې د هغه وخت د ټاکنو کمېشن مشر فخرالدين جي ابراهيم هم منلې وه.

"دغه نقشه موږ له هغه ټولو سياسي ګوندونو سره شريکه کړې چې د پښتنو په سيمو کې سياست کوي، په دې نقشه کې د هېچا حق هم نه وو وهل شوی بلکې د ایين او قانون تر سیوري لاندې دغه نقشه تياره کړل شوې وه.''

په کراچۍ کې د يوې اندازې ترمخه دا وخت شاوخوا دوه نيم کروړه خلک ژوند کوي چې پکې د راپورونو له مخېپينځويشت فيصده يواځې پښتانه دي چې د ښار دویمه لويه ابادي ده او پښتانه مشران دا هيله لري چې د روان کال مارچ په مياشت کې کېدونکې سرشمېرنه کې به نه يواځې د پښتنو حتمي شمېره مخې ته راشي بلکې د حلقه بنديو له لارې به دوی ته نمایندګي هم ترلاسه شي.

XS
SM
MD
LG