د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکاټلېنډ یارډ‌ کندهار ته رسېدلی، د پېښې په تړاو ۱۷ تنه نیول شوي


د «سکاټلنډ یارډ» پولیس چې د کندهار پېښې د تحقیق لپاره دغه ولایت ته رسېدلي نن تر غرمې وروسته يې خپلې څېړنې پیل کړې.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ازادي راډیو ته وویل چې د والي پر مېلمستون د حملې په تړاوو ۱۷ کسان نیول شوي چې یو شمېر امنيتي سرتېري او د دغه ودانۍ ساختماني کارکوونکي او انجنیران په کې شامل دي.

د قوماندان په وینا د پېښې د څېړنې لپاره تر دې مهاله له پلازمېنې کابل عربي اماراتو څخه دوهم ټیم په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو او تېره ورځ د بریتانیا د پولیسو تحقیقاتي ټیمونه کندهار ته راغلي او په ګډه څېړنې روانې دي چې ځینې پرمختګونه هم پکې شوي دي.

د قوماندان په وینا د سکاټلنډ یارډ د پولیسو وروستی ټیم چې د چهارشنبې په شپه د مجهزو وسایلو سره راغلي د پېښې په اړه يې تازه تحقیقات پیل کړي دي.

د نوموړي په وینا د پلټنو او څېړنو په لړ کې معلومه شوې چې چاودېدونکي مواد چا څنګه د کندهار ولایت مقام تر مېلمستون پورې رسولي او هلته یې په کوچونو کې ځای پر ځای کړي دي.

د نوموړي په خبره دا کار په خورا ماهرانه توګه شوی او نور جزئیات ورکول تر وخت وړاندې خبره ده.

نوموړي زیاته کړه:

عبدالرازق: په ډېر ماهرانه ډول دا کار شوی دی.
عبدالرازق: په ډېر ماهرانه ډول دا کار شوی دی.

"په ډېر ماهرانه ډول دا کار شوی معلومه شوې چې چا او څنګه يې دا مواد په کوچونو کې ځای پر ځای کړي خو اوس موږ نشو ویلای."

جنرال عبدالرازق د دغه خونړۍ پېښې پړه یو ځل د پاکستان پر استخباراتي ادارې «ای. ایس .ای» او حقاني شبکې ور و اچولې وه ویل چې هغوی له څو میاشتو راهیسې پر دغه پلان کار کړي وو.

په دغه برید کې چې تر اوسه يې چا مسؤلیت نه دی منلی ټول ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

په عین وخت کي دکندهار والي ډاکټر همایون عزیزي چې په دغه پېښه کې ټپي شوی وو د یوې اوونۍ تېرېدو وروسته يې په خپل لومړني غږیز پیغام کې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی دی.

نوموړی چې اوس د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی ټاکل شوې چې د لا ښه درملنې لپاره فرانسې ته انتقال شي.

هغه په خپل غږیز پیغام کې ویلي:

د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي
د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي

"زه د خپلو ټولو هېوادوالو په خاص ډول د کندهاري ولس څخه چې زما د روغتیا لپاره يې دوعاګانې کړي مننه کوم."

د کندهار د پېښي د تحقیقاتو پنځو ټیمونو تر اوسه خپل معلومات نه دي خپاره کړي چارواکي وايي چې په څو ورځو کې به د دغه پېښي هر اړخیره څېړنه بشپړه شي.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG