د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: له وارو بندو خلکو ته مرستې ورکول کېږي


د بلوچستان حکومت وايي، په صوبه کې له اوسنیو واورو او ورښتونو د اوښتيو زیانو جاج اخلي او اغېزمنو خلکو ته یې د خوړو او درملو رسولو لړۍ پیل کړې ده.

د کورنیو چارو صوبايي وزیر سرفراز بګټي د چارشنبې ورځ په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې تر اوږدې وچکالۍ وروسته روانه اونۍ په کوټه او د صوبې په ګڼو نورو برخو کې واورو او ورښتونو پر لکپاس د کوټې، کراچۍ لویه لار او دغه ډول له کوټې تر ژوب غځېدلی لوی سړک پر کاڼ مهترزي بند شوی چې له کبله یې ولس ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی دی. د نوموړي په خبره چې حکومت د دغه ستونزو هوارولو لپاره ځانګړي ګامونه اخېستي دی.

سرفرازبګټي وايي، وفاقي حکومت پر خلکو د مرستو لپاره دوې هېليکاپټرې ورکړې چې په دښت سیمه کې یې پر خلکو خواړه، تاوده کالي او نور توکي وېشلي دي. دی زیاتوي چې په عبدالله کلا او توبه اڅکزي کې هم له خلکو سره مرستې روانې دي.

بګټي وویل، تر اوسه ۴۲۶۰ ګرمې خېمې،۱۵۶۰ ګرمې کمبلې،۲۰۰ د اوبو ټانکۍ، پلاسټیکي څادرې او په لویه کچه خوراکي شیان تر اغیزمنو خلکو پورې رسول شوي دي.

سرفرازبګټی وايي، د صوبي په اغېزمنو برخو کې د ولسواليو چارواکي د مشکلاتو برسېرهشپه او ور ځکار کوي او خلکو ته اسانتیاوې برابروي.دغه ډول پي ډي اېم اې د هلو ځلو په نتیجه کې د کوټې هوايي میدان هم دوو ورځو راهیسې د الوتکو لپاره بیرته پرانیستل شوی دی.

د صوبايي وزیر په وینا، اغېزمنو خلکو ته به د مرستو لړۍ تر هغو دوام لري چې لارې نه وي خلاصې شوې. او حکومت د شویو نقصانونو جاج اخلي چې وروسته له زیانمنو سره مالي مرسته وشي.

بل خوا په چمن کې نن پر څلرمه ورځ هم برېښنا نه وه چې له امله یې ولس له سختو کړاونو سره مخامخ دی.ـ

په چمن کې د بجلۍ د نشتوالي پرضد یوه مظاهره هم شوې ده او د خلکو پر سړکانو ټایرونو ته اور اچولی او احتجاج یې کړی دی.

د برېښنا چارواکیو په وینا چې د باران او واورو له امله د برېښنا ځینې لويې ستنې یا تمبې چپه شوې دي او د جوړولو کار یې روان دی چې د دوی په خبره ژر به دغه ستونځه هواره شي.

په کوټهکې د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري په مشرۍ د چارشنبې ورځ یوه غونډه شوې چې پکې د صوبې له اغېزمنو خلکو سره د ۱۵ کروړو روپيو مرسته اعلان شوېاو د صوبې لیرې پرتو سیمو ته یې د څرخي الوتکو له لارې د خوړو وېشلو امر کړی دی.

د یادولو ده چې د روانې میاشتې پر څوارلسمه اوپنځلسمه نېټه په کوټه او د صوبې په نورو برخو کې په لویه کچه باران او واوره شوې وه چې له امله یې نه یوازې د صوبې زیاترېلویې لارې بندې شوې دي بلکې تر دو ورځو پورې ګېس او بجلۍ هم ورکه شوې وه.

XS
SM
MD
LG