د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند صوبه کې د رېنجرز خصوصي واک موده پای ته ورسېده


په کراچۍ ښار کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز د خصوصي واک موده ختمه شوې خو د صوبايي حکومت له خوا لا هم د مودې غځولو په اړه کومه اعلاميه نه ده جاري شوې او د حکومت وياند وايي چې په ورځ دوه کې به حکومتي اعلان وکړی شي خو بل اړخ ته پاکستان تحريک انصاف په صوبايي اسمبلۍ کې د يو قرارداد د لارې دا غوښتنه کړې چې رېنجرز ته دې په ټوله صوبه او د امنيت سره سره د معاشي درغليو د پلټنو واک هم ورکړی شي

د پاکستان تحريک انصاف د سيند اسمبلۍ غړی خرم شېرزمان خان وايي چې د پيپلزګوند صوبايي حکومت د خپلو پټو مقصدونو دپاره د نيم پوځي ځواک رېنجرز په ښار کې د پاتې کېدو موده غځولو کې د لم لېټ نه کار اخلي او دوي غوښتنه کړې چې د رېنجرز له وجې چې څنګه په کراچۍ کې ا من راغلی هم دا رنګ دوي ته په ټوله صوبه کې د عملياتو کولو اختيار ورکړی شي.

"موږ دا غوښتنه کړې چې رېنجرز ته د درو مياشتو پرځای د يوکال مودې پورې اختيارات ورکړل شي، يواځې تر کراچۍ ښار پورې دې د دوی واک محدود نه وي بلکې تر ټولې صوبې پورې دې د دوي واک وغځول شي، له امنيت سره سره رېنجرز ته دې د معاشي درغليو د پلټنو اختيار هم ورکړل شي. په کراچۍ ښار کې د رېنجرز عملياتو له کبله د ترهګرۍ په پېښو کې ۷۲ فيصده، په هدفي وژنو کې ۹۱ فيصده،۹۳ فيصده په زوره قلنګ اخستو او ۸۶ فيصده د اغوا يا د پېسو دپاره د تښتونو په پېښو کې کمی راغلی نو دا هرڅه د رېنجرز په وجه شوي اوس که دوي ورله اختيارات نه ورکوي نو مونږ هم دا ويل شو چې د دې پر شا د دوي کوم ذاتي وجه ده"

خو بل اړخ ته د سيند حکومت وياند مولابخش چانډيو ويلي چې دوی به په دوه ورځو کې د رېنجرز د واک د مودې غځولو په اړه پرېکړه کوي

د صوبايي حکومت له خوا د دغه خصوصي واک د مودې غځولو ايني او قانوني لار څه ده او وفاقي حکومت دې لړ کې څومره اختيار لري، په دې اړه په کراچۍ کې مېشت د قانون چارو کارپوه اقبال شاه وايي چې که وفاقي حکومت وغواړي نو دغه واک د صوبې د اعلان بغیر هم کولی شي.

"د اتلسم ائيني ترميم وروستو د صوبايي حکومت دريځ اخستل ضروري دي او هم په دغه کې صوبايي حکومت د لم لېټ نه کار اخلي، او که داسې وي نو مرکزي حکومت دا واک لري چې د دې لم لېټ مخنيوی وکړي او دا واک هم لري چې په په خپله د رېنجرز د مودې غځولو پرېکړه وکړي."

په کراچۍ کې د ۲۰۱۳م راهیسې د نيم پوځي ځواک رېنجرز له خوا عمليات روان دي چې ورته د تحفظ پاکستان قانون د لارې خصوصي واک ورکړل شوی

د صوبايي حکومت له خوا د دې خصوصي واک د مودې غځولو معامله که څه هم زياتره د لم لېټ ښکار وي خو بيا هم هر ځل د درې مياشتو لپاره دغه واک ورکول کېږي چې پکې د څلورو جرمونو پر ضد د عملياتو واک ترلاسه وي

په دغه جرمونو کې ترهه ګري، هدفي وژنې، په زوره قلنګ اخستل يا بهته خوري او د پېسو دپاره تښتونه يا اغوا برای تاوان شامل دي.

XS
SM
MD
LG