د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ګوانټانامو زندانه ۱۰ بندیان عمان ته ولېږدول شول


امریکا د سېشنبې په ورځ د دې خبرې پخلی وکړ چې د کیوبا له ګوانټانامو له زندانه ۱۰ قیدیان عمان ته لېږدول شوي دي.

د عمان بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په غوښتنه یې دغه قیدیان منلي دي.

امریکايي چارواکي وايي، له دغو لسو کسانو څخه دوه یې د افغانستان او پاتې نور یې د یمن اتباع دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند « جوش ــ ارنسټ » د جنورۍ په ۱۷ مه په لومړي ځل دا اعتراف وکړ چې د ولسمشر بارک اوباما هغه ژمنه به پوره نه شي چې د جنورۍ تر شلمې چې دی د اقتدار واګي پرېږدي د ګوانټانامو زندان به په بشپړ ډول وتړل شي.

امریکايي چارواکي وايي، لا هم ۴۵ نور قیدیان د ګوانټانامو په زندان کې د بند شپې اړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG