د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځي عدالتونو مودې غځولو په باب غونډه


په پاکستان کې د پوځي عدالتونو په اړه د پارلېماني ګوندونو غړیو مشاورتي غونډه به د نهې پر ورځ د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ کې کېږي.

د پوځي عدالتونو موده په غځولو د پيپلز ګوند، پاکستان تحريک انصاف او جميعت علماء اسلام ف ډلې پشمول يو شمېر پارلېماني ګوندونو اندېښنه ښودلې وه او وايي چې ياد عدالتونه د يو خاص مقصد او ټاکل شوي وخت لپاره جوړ کړل شوي ول نو حکومت دې اوس د مودې له غځولوډډه وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي چې دا وخت په ملک کې په ترهګرۍ تر ډېره حده قابو موندل شوی دی نو د پوځي عدالتونو هم ضرورت نه دی پاته.

د نوموړي په وينا چې په ملک کې عدالتي نظام شته که حکومت ګڼي چې دا عدالتونه صحيح کار نه کوي نو اصلاحات دې پکې وکړي او تحفظ دې ورته ورکړي ځکه چې پوځي عدالتونه د مسلې مستقل حل نه دی.

د ذکر ده چې ۲۰۱۴م کال پر ۱۶ م ډیسېمبر د پېښور پر ارمي پبلیک سکول تر خونړي ترهګریز برید وروسته د پاکستان پارلېمان د یوه اییني ترمیم له مخې د دوو کالو لپاره د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري ورکړه او د يادو عدالتونو موده د روانې مياشتې پر اوومه نېټه سر ته ورسېدله.

د پاکستان پوځ په وينا چې پوځي عدالتونو په خپله دوه کلنه دوره کې دوه سوه څلور اويا (۲۷۴) مقدمې اورېدلې چې پکې په مختلفو جرمونو کې ککړو يو سلو يوشپيته (۱۶۱) کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې او په يو سل ديارلس (۱۱۳) مقدمو کې مجرمانو ته د قيد سزا ورکړل شوې ده،

خو په قامي اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي پارلماني مشر صاحبزاده طارق الله وايي چې پوځي عدالتونه جوړولو پروخت حکومت دا وويلي و چې دې دوه کالو کې به ملکي عدالتي نظام د ښه کولو کوښښ کوي خو حکومت خپله دغه وعده پورا نکړه،

مشال رېډيو چې کله د حکمران ګوند مسلم ليګ ن يو شمير پارلماني استازیو سره د پوځي عدالتونو موده غځولو په باب تماس ونيولو نو له ويلو یې ډډه وکړه.

د يادونې ده چې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ مياشت کې په يويشتم (۲۱) آیيني بدلون او پاکستان پوځي اېکټ کې ترميم ورستو په ملک کې نهه (۹) پوځي عدالتونه جوړ کړې شول چې پکې درې په خېبر پښتونخوا، درې په پنجاب، دوه په سیند او يو په بلوچستان کې وو.

XS
SM
MD
LG