د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د امنیتي اورګانونو ګډ لوړرتبه پلټنې پلاوی د متحده عربي اماراتو او د څېړنې لپاره د نړیوالو امنیتي ځواکونو د ګومارل شویو پلټنې ټیمونو په همکارۍ په کندهار کې هر اړخیزو تحقیقاتو ته دوام ورکوي.
د ملي امنیت د ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې لومړنۍ نښې ښيي چې دا برید له افغانستانه د باندې د کوټې ښار ته په غځېدلې لاره کې د مولوي احمد کندهاري په مدرسه کې پلان شوی و.
حسیب ادعا کوي چې دا مدرسه د ځانمرګي افرادو د روزنې مرکز دی.
په همدې حال کې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک تېره شپه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې درې پلاوي پلټنو ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړه:
"د څېړونو لپاره له کابله ټیمونه راغلي دي، اوس فعلاً په څېړنو بوخت دي، د عربي متحده اماراتو یو پلاوی هم په دې اړه څېړنې کوي، خو ویلای نه شوي چې دغه څېړنې به څومره وخت ونیسي."
خپلواک په عین حال کې د پلاوو د پلټنو د نتیجې په اړه بې خبري څرګنده کړه، ویې ویل چې لا تحقیقات بشپړ شوي نه دي.
د کندهار د والي ویاند د ولسمشر د سلاکار داود ګلزار په مشرۍ کندهار ته د تللي پلاوي د هدف په اړه وویل:
"د ولسمشر د سلاکار داود ګلارزار په مشرۍ یو ګډ پلاوی هم تېره ورځ کندهار ته راغلی، په دغه پلاوي کې د دفاع، کورنیو چارو، د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ غړي شامل دي."
د یکشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه ته وویل چې د کندهار د حملې په شمول وروستۍ حملې هغو وسله والو سخت دریځو کړي چې په پاکستان کې مرکزونه لري او پاکستان یې په وړاندې اقدام نه کوي.
د پاکستان لوی درستیز دا بریدونه وغندل او له افغانانو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
باجوه ویلي چې د دغه هېواد پوځ بې توپیره د ټولو تروریستانو پر ضد عملیات کوي.
د تېرې سې شنبې په ورځ د کندهار ولایت په مېلمستون کې د چاودنې په نتیجه کې د دغه ولایت د مرستیال والي او د متحده عربي اماراتو د ۵ ډیپلوماټانو په شمول ۱۲ تنه ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل، هلمند ځانمرګي بریدونو مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست، خو د کندهار د پېښې مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د دوشبنې په ورځ د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ټیمونو د صحرا جام تر سیالۍ وړاندې د کندهار، کابل او لښکرګاه د وروستیو ترګریو حملو د قربانیانو په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.