د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست له ګلان پنډغالي وزیرستاني کډوال روان شول

د دوشنبې په ورځ د خوست د بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلان له کېمپ څخه د وزیرستانیو کډوالو د دوه سوه کورنیو لومړنۍ قافله روانه شوه.د کډوالو سره د مخه ښې لپاره د خوست یو شمېر ملکي او پوځي مسوولین د ګلان کېمپ ته ورغلي ول. په ټولیز ډول په یاد ولایت کې وزیرستانيو کډوالو هلته له اوسیدو، همدارنګه د عوامو او د حکومت د ملکي او پوځي ادارو د منسوبینو له ښه سلوک او همکاری خوشالي څرګندوله. ستنیدونکو کډوالو مشال راډیو سره په خبرو کې غوښتنه کوله چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې تر دې وروسته د پولې په دواړو غاړو کې د پرتو قومونو او خلکو په مخکې په تګ او راتګ کې خنډونه له مخې لیرې کړي.

د دوشنبې په ورځ د خوست د بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلان له کېمپ څخه د وزیرستانیو کډوالو د دوه سوه کورنیو لومړنۍ قافله روانه شوه.

د کډوالو سره د مخه ښې لپاره د خوست یو شمېر ملکي او پوځي مسوولین د ګلان کېمپ ته ورغلي ول.

په ټولیز ډول په یاد ولایت کې وزیرستانيو کډوالو هلته له اوسیدو، همدارنګه د عوامو او د حکومت د ملکي او پوځي ادارو د منسوبینو له ښه سلوک او همکاری خوشالي څرګندوله.

ستنیدونکو کډوالو مشال راډیو سره په خبرو کې غوښتنه کوله چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې تر دې وروسته د پولې په دواړو غاړو کې د پرتو قومونو او خلکو په مخکې په تګ او راتګ کې خنډونه له مخې لیرې کړي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG