د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان په يو بل تورونه ولي لګوي؟


د تېرې سه شنبې پر ورځ د افغانستان په کندهار، کابل او هېلمند کي د هغو وسله والو بريدونو چي پکي په لسګونه کسان وژلي شوي او ژوبل شوي ول که څه هم ذمه واري افغان طالبانو منلي ده خو په کابل کي يو شمير افغان چارواکو تور پورې کړی چې په دې بریدونو کې پاکستان لاس لري.

همداراز، په وروستیو کې په بلوچستان کې په وسله والو بریدونو کې د افغانستان دککړتیا تورونه پورې شوي دي.

دلته پوښتنه دا ده چې کله داسې بریدونه وشي نو ایا دواړه هېوادونه له یو بل سره رسمي اسناد او شواهد شریکوي او که نه یوازې تورونه پورې کوي؟

په کابل کې یوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نه یوازې یې له اسلام اباد سره بلکې له نړیوالې ټولنې سره یې هم ثبوتونه او اسناد شریک کړي.

خو په کابل کي د پاکستاني سفارت خانې ویاند اختر منير دا نه مني او وايي، کابل ورسره هېڅ شواهد نه دي شریک کړي

« له بده مرغه چي کله هم افغانستان کي کومه ترهګريزه پېښه وشي تور یې په پاکستان لګول کيږي خو تر دې مهاله نه خو افغان چارواکو موږ سره کوم شواهد شريک کړي دي او نه یې ددې پيښي سره د تړاو لرلو د تور له امله زموږ سفير وزارت خارجي ته بللی دي، ځکه چي موږ نه په دا ډول پيښو کي ککړ يو او نه غواړو چي افغانستان کي دي حالات خراب وي. »

بلخوا په دي نيږدو کي په بلوچستان کي د هغو ترهګريزو پيښو چي ذمه واري یې لشکر جنګوي العا لمي وسله والې ډلي اغستي وه پاکستاني چارواکو یې تر شا د افغانستان نوم اخېستی و، په دي اړه مو چي کله د بلوچستان د وزير اعلي ویاند انوار الحق کاکړ نه وپوښتل چي تاسو سره په دي اړه کوم کلک شواهد وو چي تور مو په افغانستان لګولو نو ده وویل، چې د دوی صوبايي حکومت ځېنې ثبوتونه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحې لودي، عمومي جرګې ته وړاندې کړي دي.

خوچي د خالي پر ورځ د کند هار ، هلمند او کابل د تر هګريزو بريدونو په غبرګون په لسګونو احتجاج کونکو په کابل کي د پاکستان سفارت مخي ته په شعارونو کي د پاکستاني استخباراتي اداري آي ايس اي نوم د دغو بریدونو سره د تړاو په توګه اخیستو نو په نيو يارک کي د ملګرو ملتونو يوې ځانګړې غونډې ته د افغانستان سفير محمود سيقل د پاکستان نوم وانخیست خو سیمه یيز هيوادونه یې په افغانستان کې د ناکرارۍ لپاره پړ وبلل:

« طالبانو په کابل، کندهار او هلمند کي ګډ بريدونه وکړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمير ولسي خلک یې ووژل، موږ په دي باور يو چي ترهګري يوازي په هر اړخيزه تګلاره ماتي خوړای شي. په افغانستان کي د تشدد لړۍ نيغ په نيغه د هغو پټنځايونو سره تړاو لري چي په سیمه کي موجود دي، او د هغو پټو ځا لو نه افغانستان کې د خپلو سیاسي او مالي ګټو لپاره تشدد پر مخ وړي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پلټنو د څانګي پخواني مشر پاسوال ميرزا محمد يار مند وايي، داسې ډېر اسیران ورسره دي چې د افغانستان په ناامنۍ کې د پاکستان لاسوهنې ته اشاره کوي:

« دا خو د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو په بیا بيا منلي دي چي د طالبانو سره اړيکي لري او موږ سره داسی ډير شواهد شته چي ترې د پاکستان د لاس وهني مالومات کيږي. »

يو شمير څيړونکي په دي نظر دي چي که دواړه ګاونډي هيوادونه غواړي چي د ترهګري مخه ونيسي نو بايد په يو بل د تورونو لګولو نه لاس واخلي د وسله والو پر ضد ګډه تګلاره جوړه کړي او د ترهګري د مخنيوي لپاره نيغ په نيغه خبري اتري وکړي.

XS
SM
MD
LG