د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي: د نوښار ـ چترال لاره دې د اقتصادي لارې متبادله وګرځول شي


د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ نقشه
د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ نقشه

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند له مرکزي حکومته غوښتنه کړې ده چې د نوښار نه تر چتراله پورې سړک دې د اقتصادي راهدارۍ متبادل سړک وګرځوي.

جماعت اسلامي وايي چې له دې سره به نه صرف د خيبرپښتونخوا د پنځلسو نه زياتو ضلعو ته ګټه ورسي بلکې د افغانستان او مينځني آسيا ته به رسايي هم آسانه شي.

په قامي اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي پارلماني مشر صاحبزاده طارق الله مشال راډيو ته وويل چې د اقتصادي راهدارۍ لړ کې په قراقرم سړک کار روان دی، کوم چې د مانسهرې او چلاس نه ورستو ګلګت او بيا چين پولې ته رسي خو دا سړک په کال کې څو وارې د مختلفو وجوهاتو له وجې بند وي چې د بندیدو یو علت یې په سیمه کې خرابه امنیتي وضع هم ده.

نوموړي زياته کړه که حکومت د رشکۍ مردان نه تر چترال او بيا ګلګت پورې دې لارې ته توجو ورکړي نو دا نه صرف د قراقرم سړک نه نزدې او محفوظه ده بلکه که ياد سړک له څه وجې بند هم شي نو حکومت سره به د تجارت لپاره دا متبادله لاره موجوده وي.

صاحبزاده طارق الله زياته کړه چې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ورله باور ورکړی چې دا سړک به د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ متبادل ګرځوي.

د قامي اسمبلۍ د مواصلاتو قايمه کميټۍ تېر کال اګست مياشت کې د نوښار نه تر چتراله پورې سړک د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ متبادل سړک د ګرځولو سپارښتنه هم کړې وه.

په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ نظر لرونکی فضل سعيد وايي که حکومت دا سړک جوړ کړي او يو سوداګر د چين نه خېبرپښتونخوا، افغانستان او يا منځنۍ اسيا ته مال راوړل غواړي نو هغه به د قراقرم سړک پرځای دې لارې ته ترجيح ورکوي ځکه چې دا نه صرف نږدې دی بلکې په دې لاره موسم هم ښه وي.

یاده دې وي چې ۲۰۱۵ کال اپريل مياشت کې د چين صدر ژي جن پنګ او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په اسلام اباد کې تقريبا د ٤٦ اربه ډالرو ماليت منصوبې لاس ليک کړې وې چې پکې د نورو تر څنګ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه هم شامل وه.

XS
SM
MD
LG