د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرل مېتس: که وزير شم، پر پاکستان فشار زياتوم


جېمز مېټس
جېمز مېټس

د امریکا د دفاع وزیر په توګه د منتخب ولسمشر ډونلد ټرمپ نوماند جېمز ماټیس ويلي دي چې که د دفاع د وزیر په توګه وټاکل شي نو پر پاکستان به فشار راولي چې پر خپله خاوره د هغو ډلو فعالیت بند کړي چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي.

جېمز مټیس وايي چې په پاکستان کې دننه افغان طالبان او له هغوی سره تړلې نورې ډلې ازادې ګرځي کوم چې د ده په وینا د افغان امنيتي ځواکونو لپاره يوه لویه مسله ده.

په اسلام اباد کې پخوانی سفارتکار اياز وزير وايي، دا ښکاره خبره ده چې پاکستان له طالبانو سره اړيکې لري او په راتلونکې کې به پرې فشار نور هم زيات شي. هغه وویل پاکستان کوشش کوي چې طالبان خبرو ته راولي، خو دا پېچلې مسله ده. په راتلونکې ورځو کې به په پاکستان فشار نور هم زيات شي.

د امريکا نوماند دفاع وزير او منتخب ولسمشر ډونلد ټرمپ هم خپلو ويناګانو کې ويلي وو او د هغو خبرو نه اندازه کيږي، چې د طالبانو خلاف اقدامات وکړي. په خپله خاوره يې مه پريږدئ يا بله لاره راوباسئ. خو دا به هم نه هيروو، چې د طالبانو نور ملګري هم اوس ميدان ته راوتي دی. که پاکستان يې وباسي نو شايد هغه ډلې له پاکستان سره ډيره مرسته وکړي.

پاکستان کې د طالب مشرانو له موجوديته انکار نه شي کیدی
بريګيډير سعد محمد خان

اياز وزير وايي چې پاکستان به تر هغو پوري له امريکا سره مرستې وکړي چې تر څو يې خپلې ګټې نه خرابيږي.

خو يو بل پخواني سفير رستم شاه مومند وايي چې بايد پاکستان د کشمير په اړه خپلې پاليسۍ ته بيا وګوري. هغه زیاته کړه چې د افغان جګړې پر ختمولو توجو پکار ده. خو د دفاعي چارو پوه ريټاريرډ بريګيډير سعدمحمد خان وايي چې د جېمزميټیس څرګندونې د پاکستان لپاره مثبت پيغام دی، او خبرو اترو لپاره يې يوه لاره برابره کړي.

په پاکستان کې د طالبانو ډلو د موجودګۍ په اړه سعدمحمد خان وويل: ((په دي کې شک نشته چې په پاکستان کې د طالبانو مشران موجود دي. که په قطر او مري کې کومې خبري شوي وي نو طالبان موجود ول. خو دا ويل چې په مکمله توګه په پاکستان کې دننه د دوی مرکزونه دی او دلته هر څه کيږي، دوی افغانستان ته ځي او بيا راځي نو دا داسي نه ده. په افغانستان کې طالبان خودمختاره دی.))

رستم شاه مومند وايي د تورونو پر ځای بايد د مسلې حل ته پام وشي
رستم شاه مومند وايي د تورونو پر ځای بايد د مسلې حل ته پام وشي

کارپوه سعدمحمد خان په خبره پاکستان پر طالبان هغه اثر پاتی نه دی. بلخوا د دفاع چارو پوه ريټاټرډ بريګيډير محمود شاه دې خبري سره اتفاق نه کوي چې ګنې پاکستان کې افغان طالبان موجود دی، او امريکا دغه څرګندوني د افغان حکومت په وينا کوی.

خو د دی نه وړاندی هم امریکا وار په وار د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې پرخپله خاوره د حقاني شبکې او نورو هغو وسلوالو ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي چې په افغانستان کې امنیت اوثبات ته ګواښ پېښوي. امريکا په هم دې خاطر ځينو وختونو کې پر پاکستان امداد او مرستې هم بندې کړي وي.

خو پخواني سفير اياز وزير وايي پاکستان به خپلو ګټو ته ګوري. هغه وايي ، امريکا به له پاکستان سره په مکمله توګه اړيکې پرې نه کړي، خو پاکستان ورسره د کرايي د سپاهې په توګه کار شايد ونکړی، چې چرته يې خپلي ګټي وی نو په هغه ځای کې به يې په مرستي کې بدلون راځي.))

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی کله هم د دې اجازه نه ده ورکړې چې خاوره یې د بل هیواد پر ضد وکارول شي.

XS
SM
MD
LG