د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټېلرسن: روسیه یوه خطرناکه او بې‌ثباته کوونکې نړیواله لوبغاړې ده


رکس ټېلرسن د "اېکسن موبایل" کمپنۍ پخوانی اجرائیه مشر دی او اوس د ډونالد ټرمپ له‎خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ ته نومول شوی.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خبرو کې وویل، روسیې یو داسې خطر رامنځته کړی چې د امریکا متحدین حق لري چې په وړاندې یې بېدار واوسي.

ټېلرسن چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له‌خوا ورته د روسیې د ملګرتیا دولتي مډال هم ورکړل شوی، سناتورانو ته د خپلو خبرو په پیل کې وویل، په داسې حال کې چې روسیه په نړیوال سټېج درناوی او ارتباط لټوي، وروستیو فعالیتونو کې یې د امریکا ګټې له پامه غورځولي.

نوموړی د امریکا د سنا بهرنیو اړیکو کمېټې ته په داسې حال کې وینا کوي چې د هغو اړیکو په اړه پلټنې روانې دي چې ۶۴ کلن ټېلرسن د روسیې د حکومت سره په دې هېواد کې اېکسن موبایل "Exxon Mobil" د پرله‎پسې سوداکریزو معاملو پر مهال لرلې.

۶۴ کلن ټېلرسن د روسیې د حکومت سره په دې هېواد کې اېکسن موبایل "Exxon Mobil" د پرله‎پسې سوداکریزو معاملو پر مهال لرلې.
۶۴ کلن ټېلرسن د روسیې د حکومت سره په دې هېواد کې اېکسن موبایل "Exxon Mobil" د پرله‎پسې سوداکریزو معاملو پر مهال لرلې.

له بلې‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د نوموړي د تائید په اړه سناتورانو سره د ټېلرسن دا مخامخ کېدل په داسې حال کې دي چې د امریکا استخباراتي ادارو په یو راپور کې ویلي، روسیې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې لپاره له انټرنټي بریدونو کار اخیستی.

داسې ښکاري چې د روسیې په اړه دې سخت دریځ چې ټېلرسن د سناتورانو په وړاندې څرګند کړ، د یو شمېر مخکښو امریکايي سناتورانو هغه اندېښنې راکمې کړې چې ګومان‌یې کاوه نوموړی به د روسیې په وړاندې نرم دریځ ولري.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، غواړي له مسکو سره اړیکې چې د اوکراین او سوریې د کړکېچونو له کبله زیانمنې شوې بهتره کړي او دا به په روسیه د امریکا د بندیزونو پر لیرې کولو هم غور وکړي.

دا بندیزونه د روسیې له‎خوا له ځان سره د اوکراین د کریمیا د ټاپو وزمې د یوځای کولو له کبله پر دې هېواد لګول شوي.

خو ټېلرسن د روسیې له‎خوا د ځان سره د کریمیا د یوځای کولو په وړاندې د اوباما د ادارې ځواب کمزوری وباله.

نوموړي د کریمیا په اړه وویل:

"د روسیې له‎خوا د کریمیا اخیستل د زور یو عمل و. کریمیایانو خپله په داوطلب ډول دا نه‌غوښتل. نو دا د ځواک مناسبې نندارې ته اړتیا لري څو روسیې ته وښودل شي چې نور به سیمې نه‌لاندې کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ ته دې نوماند همداراز له روسیې سره په ځینو برخو کې دوه اړخیزه همکارې ګټوره وبلله او په دې برخه کې یې د نړیوال ترورېزم د ګواښ کمولو ته اشاره وکړه.

رکس ټېلرسن افراطي اسلام د هېوادونو ثبات او د خلکو ښیګڼې ته ګواښ وباله او زیاته‌یې کړه، برېښنايي رسنیو اوس د داعش او القاعده شبکې په څېر سخت دریځو ډلو ته د خپل هغه فکر د تبلیغاتو زمینه برابره کړې چې د امریکا د خلکو او په ټوله نړۍ کې د هغو خلکو د ارزښتونو خلاف دی چې انساني ژوند ته ارزښت ورکوي.

نوموړې د افراطي اسلامي پر ضد مبارزه کې تر ټولو مهم ګام د داعش د وسله‎والې ډلې ماتول وبلل.

رکس ټېلرسن زیاته کړه، منځنی ختیځ او شاوخوا سیمه‌یې له ستونزو ډکه ده چې د ده په وینا د سوریې، عراق او افغانستان په شمول دې سیمې ته باید امریکا پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل، افراطي اسلام ته ماتې ورکول یوازې د جګړې د ډګر بریا نه‌غواړي، بلکې د ده په وینا امریکا باید د نظریو جنګ هم وګټي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند رکس ټېلرسن وویل، که د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تائید شي، نو ډاډمنه به کړي څو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نړۍ کې د هغو مسلمانانو ملاتړ وکړي چې افراطي اسلام‌یې په ټولو بڼو رد کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG