د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ ومنله چې روس د ځینو ادارو سرورونه هېک کړي


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ

بل پلو د بهرنیو چارو د وزارت د څوکۍ لپاره نوماند ریکس ټیلرسن وايي، دی د دې ملاتړ کوي چې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ ایټمي تړون ته له سره کتنه وشي.

پراګ: د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې چې روس د امریکا د ځینو ادارو انټرنیټي سرورونه هېک کړي دي.

ډونلد ټرمپ دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ په نیویارک کې د خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه وویل ، تر کومه ځایه چې د هک کیدو خبره ده نو دی باور لري چې دا روس وو خو دی پر دې هم باور لري چې نورو هیوادونو هم دا کار کړی دی.

چې کله خبریالانو په بیا بیا له ډونلډ ترمپ څخه د هغه مشکوک خبر په اړه وپوښتل چې ګواکې روس له هغه سره د معاملې کولو هڅه کړې وه نو هغه وویل ، دا خبرونه هیڅ حقیقت نه لري.

ټاکل شوې ده چې منتخب ولسمشر ډونلډ ترمپ به د جنورۍ پر شلمه نېټه د ولسمشر په توګه رسمي دنده پیل کړي.

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د څوکۍ لپاره د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا نوماند ریکس ټیلرسن وايي، دی د دې ملاتړ کوي چې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ ایټمي تړون ته له سره کتنه وشي.

ریکس ټیلرسن دا خبره د امریکا د سېنټ د بهرنیو اړیکو کیمټۍ هغې غونډې ته کړې دي د کومو هدف چې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه د ټاکنې پخلی کول دي.

ریکس ټیلرسن ویلي ، که د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شوو نو به دې تړون ته له سره د کتنې وړاندیز وکړي.

ریکس ټېلرسن دا تړون په پوره توګه نه دی رد کړی خو د دې پلوي یې کړې ده چې کلکه څارنه یې وشي تر څو ایران له دې تړونه سرغړونې ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي چې پر یاد تړون به یا له سره خبرې اترې وکړي او یا به یې په بشپړه توګه رد کړي.

تلونکی ولسمشر باراک اوباما له ایران سره شوی دا تړون د خپلې اته کلنې واکمنۍ یو له تر ټولو لویو لاسته راوړنو بولي.

د ایران او نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د دې تړون له مخې ایران خپل ایټمي فعالیتونه محدود کړل او په بدل کې یې له دې هیواده نړیوال اقتصادي بندیزونه لرې کړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG